امریکا : په واشنګټن ریاست کې په یوه کور کې پینځه کسان په ډزو وژل شوي

Fall City, Washington

پولیسو ویلي چې د ګل- دوشنبې په سهار د واشنګټن ریاست سیټل ښار په جنوب شرق کې په یوه کور کې د ډزو وروسته پنځه کسان وژل شوي او امنیتي چارواکو یو تنکی ځوان په حراست کې اخیستی دی.

د کېنګ کاونټۍ شیرف د دفتر ویاند مائیک مېلس د ګل- دوشنبې په ماسپښین په یوه خبري کانفرنس کې وویل چې ډېرو خلکو د سهار په 5 بجو شاوخوا 911 ته ټیلي فون وکړو چې د واشنګټن په فال نومي ښار کې د ډزو رپورټ ورکړي.

مېلس وویل، ورغلو پولیسو سمدستي یو تنکی ځوان په حراست کې واخیستو، او یو بل تنکی ځوان چې زخمي شوی و د سیټل هسپتال ته یوړل شو. میلس زیاته کړه چې دغه دوه تنکي ځوانان په دغه کور کې اوسېږي.

مائیک مېلس وويل چې کله پولیس کور ته ننوتل نو د پېنځو کسانو جسدونه يې وموندل. په دغو کې دوه لوی عمر کسان وو او درې تنکي ځوانان وو. تر اوسه د چا نومونه نه دي ښودل شوي.

د کېنګ کاونټۍ شیرف د دفتر ویاند مېلس زیاته کړه چې داسې ښکاري چې په ډزو کې د یوې کورنۍ غړي شامل دي، خو زیاته یې کړه چې هغوي ته تر اوسه نه معلومه چې دوی د بل سره څه تعلق لري. هغه دا هم وویل چې ټولنې ته کوم ګواښ نشته دی.

د مېلس په وینا ، په حراست کې اخیستل شوی تنکی ځوان د کېنګ کاونټي د ځوانانو حراستي مرکز ته لیږل شوی دی.

د کاونټي (اولسوالي یا تحصیل) د څارنوالۍ دفتر ویاند په یوه ايمیل کې وویل چې دغه ځوان به د نهې- سه شنبې یا شورو -چهارشنبې په ورځ عدالت ته د لومړۍ اوریدنې دپاره وړاندې کولی شي.

د دغه کورنۍ یوه ګاونډي کېنګ ټیلي ویژن ته وویل چې په دغه کور کې یوه جوړه او د دوی پینځه ماشومان اوسېدل.