په کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي، 11 یې ټپیان کړي دي

عکس پخوانی دی.

د افغانستان په پایتخت کابل ښار کې یوه چاودنه شوې ده چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د طالبانو حکومت لا د چاودنې او په دې کې د مرګ ژوبلې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. طالبان عموماً د داسې پېښو په اړه رسنیو ته سمدستي معلومات نه ورکوي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، "د مجرم [مشکوک بریدګر] یوه پښه پرې شوې او نیول شوی دی، درملنه یې کېږي او امنیتي ځواکونو ورڅخه پوښتنې ګروېږنې کوي".

چاودنه د چارشنبې- شورو په ورځ د کابل د پامیر سینما په سیمه کې د زړو جامو پلورلو په یو بازار کې په ځايي وخت د ماسپښين شاوخوا دوه بجې شوې ده. ځايي سرچینې وايي، په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او 11 نور ټپیان شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیو کې- چې د چاودنې سي سي ټي وي فوټېج ګڼل کېږي- لیدل کېږي چې بازار له خلکو ډک دی، رېړۍ ولاړې دي او په دې حال کې چاودنه وشي.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون چارواکو ویلي چې ژوبل کسان دغه روغتون ته وړل شوي دي. په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون مرستیال مشر سټیفانو سمیرنوف وویل:

"تراوسه موږ 11 ټپیان لرو چې روغتون ته لیږدول شوي. په دوی کې یوه درې کلنه ماشومه، یو څلور کلن ماشوم، یو 16 کلن هلک، دوې ښځې او شپږ سړي شامل دي چې د یو حالت د اندېښنې وړ دی".

سمیرنوف ویلي چاودنه په داسې مهال شوې ده چې د زړو جامو بازار تازه پرانیستل شوی وو او ډېرو خلکو د ورننوتلو هڅه کوله.

د پامیر سینما د کابل ښار تر ټولو زیاتې ګڼې ګوڼې په سیمو کې شامله ده. سمیرنوف ویلي چې په پېښه کې داسې کسان زیانمن شوي چې په شدیده بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د طالبانو یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ رېډیو ته ویلي، پېښه هغه وخت شوې چې یو بریدګر غوښتل له چاودېدونکي توکو سره د تذکرو یا ملي شناختي کارډ جوړولو دفتر ته ننوځي.

دغې سرچینې ویلي د چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله برید کوونکی ټپي شوی او دوه کسان وژل شوي دي.

ددې پیښې ذمه واري سمدستي کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په تېرو څه باندې درو کلونو کې چې طالبان واکمن شوي د کابل په ګډون په اکثرو سیمو کې د چاودنو ذمه واري داعش خراسان ډله پر غاړه اخلي.