د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د خبرو لپاره قطر ته تللی

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ پر تګ د طالبانو تر بندیز وروسته هغه په دې هېواد کې د بشري حقونو پر حالت د خبرو لپاره لومړی ترکیې او اوس قطر ته تللی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره ټاکل شوی د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنیټ وایي، سیمې ته یې د دې لپاره سفر پیل کړی، چې د افغانانو په ګډون له بېلابېلو اړخونو سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د روان بشري حالت په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي بېنیټ د اګست په دویمه پر خپله ایکس‌ پاڼه لیکلي، په دوحه کې د قطر د شاهي متحدو خدمتونو د د دفاعي او امنیتي مطالعاتو د انسټیټيوت له مشر او د قطر د عامه پالیسۍ د کالج له استاد سلطان برکت سره یې لیدلي دي:

"له پروفیسر برکت سلطان سره مې په دې اړه تعمیري خبرې وکړې چې څنګه د روان بشري حالت، د پرمختګ د ممکنه لارو او هم په ‌دې اړه چې له کومې اغېزمنې لارې کېدای شي د افغانستان د خلکو ملاتړ وشي".

د ریچرډ بېنټ په خبره په ترکیه او قطر کې دغه لیدنې کتنې یې راتلونکې اوونۍ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د 57مې غونډې لپاره د تیاریو په ترڅ کې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا راتلونکې غونډه به د ستمبر له نهمې بیا د اکتوبر تر یوولسمې دوام وکړي چې پکې به د افغانستان په اړه دوه رپوټونه وړاندې کیږي.

ریچرډ بېنټ ویلي، د سیمې له هېوادونو په کتنه کې له مختلفو اړخونو، د افغان مېرمنو د حقونو له فعالانو، سیاستوالو او همدارنګه له کارپوهانو او حکومتي چارواکو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه خبرې کوي.

ریچرډ بېنیټ چې طالبانو تېره میاشت افغانستان ته له ورتګه منع کړی او هغه یې د خپل حکومت په ضد په ناوړه تبلیغاتو تورن کړی، د طالبانو پر دغه پرېکړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، د افغانانو د بشري حقونو د ساتنې او دفاع په برخه کې یې ورسپارل شوې ذمه واري نه بدلېدونکې ده.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت په وروستيو کې یو اخلاقي قانون منظور کړی چې په عامو ځاونو کې یې د ښځو پر لوړ غږ خبرو او شعرونو ویلو هم بندیز لګولی او دې قانون پر طالبانو په کور دننه او بهر فشارونه زیات کړي چې له خپلو دغو سختو پالیسو لاس واخلي.

د بشري حقونو یوه نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل په افغانستان کې له بشري حقونو د سختو سرغړونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته دوامدارې سرغړونې له جواب ویلو پرته په خپل حال پاتې دي.

دغه تنظیم د ستمبر پر دویمه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د جنسیت پر بنسټ ځورونو، اذیت، په خپلسر نیولو او د سنسر پر ضد ددغې ډلې د ځواب ویلو کچه صفر ده.

د طالبانو نوی اخلاقي قانون ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو نړیوالو ادارو هم په کلکه غندلی او د طالبانو له حکومته یې ددغه قانون د منسوخېدو غوښتنې کړې دي، خو طالبانو یې غوښتنې رد کړې دي.