امریکا په ایران باندې د اسرایل د برید د پلان په اړه د خپلو پټو استخباراتي اسنادو د افشا کېدو پلټنې پیل کړې

د امریکې د استازو اېوان سپیکر مایک جانسن د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، امریکا د هغو اعلی درجې پټو استخباراتي اسنادو د افشا کېدو په اړه پلټنه کوي چې پکې په ایران باندې د اسرایل د جوابي برید د تیاریو په اړه معلومات شامل دي.

دا خبره درو امریکایي چارواکو هم اې پي خبري ایجنسۍ ته کړې ده او څلور چارواکي ورته ورسره په خبرو کې ویلي، په ظاهره داسې ښکاري چې دا خپاره شوي اسناد سم دي.

دغه اسناد د امریکې د جیوسپاټیل ادارې او د ملي امنیت ادارې ته منسوب شوي او پکې ویل شوي چې اسرایل لا هم خپلې پوځي اثاثې پر ځای کوي چې د ایران د لومړي اکتوبر د بېلسټیک میزایلو برید ته جواب ورکړي.

د امریکې صدر جوبایډن تېره اوونۍ د خبریالانو پوښتنو ته په جواب کې وویل، دی ښه پوهیږي چې اسرایل به کله او څنګه پر ایران برید کوي، خو هغه دا هم وویل، یوه موقع ویني چې د دواړو دښمنانو یو پر بل بریدونه پای ته ورسوي.

د اې پي د رپوټ له مخې دا استخباراتي اسناد د «فایو آیز» یا پینځو سترګو په نوم استخباراتي ډلې سره د شریکېدو وړ وو. په دې استخباراتي ګروپ کې د امریکې په ګډون برتانیا، کېنېډا، نیوزیلېنډ او اسټرېلیا هم شامل دي.

دا اسناد "بشپړ پټ" بلل شوي دي، چې لومړی په انسټاګرام سوشل مېډیا باندې خپاره شوي وو او د شنبې- خالي په ورځ سي این این او امریکایي خبري ادارې اکسیوس رپوټ کړي وو.

په امریکایي چارواکو کې یوه د نوم نه ښودلو په شرط اې پي ته په دې اړه خبرې کړې او وایي په پلټنه کې به دا هم وڅېړل شي چې ایا دا اسناد د امریکایي استخباراتی کوم کارکوونکي په قصدي ډول افشا کړي، که هېک شوي او که په کومه بله لاره خپاره کړل شوي دي.

یوه چارواکي وویل تحقیقات به دا هم معلومه کړي چې دغه افشا شوي اسنادو ته چا لاسرسی درلود.

امریکايي چارواکي له اسرایل څخه غواړي چې په لبنان کې خپل عملیات پراخ نه کړي، خو د اسرایل مشرتابه ټینګار کوي چې د ایران د توغندیو د برید جواب به ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت یا پېنټاګان په یوه بیان کې ویلي، د دغو اسنادو په اړه له رپوټونو خبر دی، خو په دې اړه یې نور څه نه دي ویلي.

د اې پي په وینا، له اسرایلي پوځ سره یې رابطه کړې خو وایي هغوی سمدستي د دغو دوو افشا شویو امریکایي استخباراتي اسنادو په اړه کوم بیان نه دی خپور کړی.

دا اسناد لومړی د جمعې په ورځ په ټیلیګرام باندې یو چېنل خپاره کړي او دعوه یې کړې چې دا اسناد د امریکې په استخباراتي ټولنه کې یو چا افشا کړي او وروسته د امریکې د دفاع وزارت خپاره کړي دي.

په دغو اسنادو کې موجود معلومات د سټېلایټ عکسونو د تجزیې په وسیله تر لاسه کړل شوي دي.

په دغو دوو اسنادو کې یو د امریکې د جیوسپاټیل استخباراتي ادارې موادو ته ډېر ورته دی چې د جیک ټېکیسیریا په نوم د اېرنېشنل ګارډ کارکوونکي افشا کړي وو او د دې کال په مارچ میاشت کې د روس او اوکراین جګړې او ملي رازونو په ګډون د محرمو معلومات د افشا کولو په تور سزا شوی وو.

د ټیلیګرام کوم چېنل چې د اسنادو په افشا کولو کې لاس لري، د هغه د خپلو معلوماتو په وینا دا چېنل له تهرانه چلېږي. دغه چېنل د ایران د لوی مذهبي مشر او په منځني ختیځ کې د ایران د اتحادي وسلوالو تنظیمونو په اړه هم مواد شریکوي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.