کوهستان: د چیرلیفټ غورځېدو له امله درې کسان په سیند لاهو شوي

د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې چارسدې سره نږدې د سيند دپاره ډولۍ یا چیر لیفټ لیدل کېږي

د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې د چیرلیفټ یا په سیند د اوښتونکې ډولۍ سیند ته د غورځېدو له امله درې کسان په سیند لاهو شوي دي.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې دا پېښه تېره ورځ د بر کوهستان په برسین سیمه کې مخې ته راغلې اؤ په سیند د لاهو شوؤ کسانو تعلق د داسو سره دی چې غوښتل یې په چیرلیفټ کې د سیند بلې غاړې ته واوړي.

د مرستندویه دولتي ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند عبدالرحمان ویلي،چیر لیفټ یا ډولۍ هغه مهال سیند ته وغورځېده چې د سیند په غاړه ددغه ډولۍ قابو کوونکی فاونډیشن مات شو.

د داسو پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او خلیل الرحمان هم ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې په ډولۍ کې ناست درې کسان په سیند کې لاهو شوي دي.

مرستندویه ادارې په پېښه کې د مړو شوؤ کسانو نومونه محمد شیر، فدا الرحمان اؤ میر عالم ښودلي اؤ ویلي یې دي چې هغوي د داسو د کایګا سیمې اوسیدونکي وؤ.

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند ویلي چې په سیند د لاهو شوؤ کسانو د مړو موندلو هڅې روانې دي .

د مړو موندلو لپاره د کوهستان انتظامیې د شانګلې نه هم د ریسکیو ۱۱۲۲ یوه ډله سیمې ته راغوښتې ده.