چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا په ټانک اؤ اورکزئ ضلعو کې وسله والو په امنیتي ځواکو بریدونو کړي چې پکې درې عسکر ژوبل شوي دي.
په پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې وړمه ورځ د ایپکس کیمټې غونډه کې وزیراعظم ملک نه د ترهګرۍ ختمولو لپاره د "عزِم استحکام" په نوم د عملیاتو منظوري ورکړې ده.
امنیتي سرچینو او ای ډیوه ته ویلي تېره ورځ د اورکزو قبایلي ضلعې د اماخېل اؤ تجوړۍ سیمو تر څنګ د پوځ په یوه ګشتي پارټۍ وسله والو ډزې کړي چې دوه پوځیان پکې ژوبل شوي دي.
دغه سرچېنې وویل برید کې د ژوبل پوځیانو پېژندګلو د صوبېدار زبېر اؤ نایک عرفان په نومونو شوې ده.
له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د برید کوونکو د لټونې عملیات یې پیل کړي دي .
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې خو په یاده سیمه کې چې تر دې وړاندې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.
په عین حال کې چارواکي وایي په اورکزئ ضلعه کې هم وسله والو د پولیسو په یوه پوسته برید کړی چې یو پولیس عسکر پکې ژوبل شوی دی.
د اورکزئ ضلعې د پولیسو مشر عمر زمان رسنیو ته ویلي په بره اورکزو کې په تالۍ نومې امنیتي پوسته تېره ورځ وسله والو برید کړی چې پکې یو پولیس ژوبل شوی دی.
هغه ویلي وسله وال له برید وروسته تښتېدلي اؤ پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړي اؤ زر به پېښه کې ککړ عناصر د قانون منګولو ته راکش کړل شي.
په ټانک اؤ اورکزو کې په امنیتي ځواکونو دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې وزیر اعظم شهباز شریف ګرد هیواد کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د عزم استحکام په نوم د نوؤ عملیاتو پیل کولو منظوري ورکړې ده.
د حکومتي بیان تر مخه بیان کې ددې عملیاتو موخه د ترهګرو د پاتې شونو یا باقیاتو موجودیت له مینځه وړل، اؤ د جرمونو اؤ ترهګرۍ د پیوستون له امله ددې د سهولت کارانو اؤ له تشدد د ډک تند لاریتوب نوغی ویستل دي.
د ملک بېلابېلو سیاسي ګوندونو دې عملیاتو سره سخت مخالفت ښودلی ؤ اؤ ویلي یې دي هیواد کې به یو ځل بیا د پوځي عملیاتو له لارې د خلکو بې کوره کېدل، وژل کېدل اؤ ځورېدل ونه مني.
د سياسي مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ، په ملک کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه چې د کوم عزمِ پاکستان عملياتو منظوري ورکړل شوې، دغه عزمِ پاکستان به د عدم پاکستان سبب وګرځي.
د جون په 24مه کوټه کې په يوه خبري غونډه کې هغه ویلي وؤ، په ملک کې د رياست رټ د نشت برابر دی که په خېبرپښتونخوا کې دی او که په بلوچستان صوبه کې دی، وسله والې ډلې په ښکاره توګه سيمې په خپله ولکه کې اخلي.
هغه زياته کړې وه، حکومت "اوس د عزمِ پاکستان عملياتو اعلان وکړو، دا عزمِ استحکام نه دی عدم استحکام دی او دا به پاکستان نور کمزوری کړي، پخوا چې څومره عمليات شوي دي لږ خو د هغې نتيجې مخې ته کېږدئ چې مونږ چرته ولاړ يُو".
همدا شان د عوامي نیشنل ګوند مشر سینیټر ایمل ولي خان د سینیټ غونډې ته وینا کې ددې عملیاتو سره سخت مخالفت ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ د عزم استحکام په پلمه خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبې بیا اور ته دیکه کولی شي .
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ دا د ډالرو ګټلو لپاره یوه نوې ډرامه ده چې وژل کیږي به پکې پښتانه اؤ ګټې به یې جرنیلانو ته رسي.
څیړونکي وایي پوځي عمليات وړاندې هم شوي خو څو پورې چې د ولس مرسته او اعتماد نه وي ترلاسه کړل شوې او کره پاليسي نه وي جوړه شوې، ترهګري داسې نه شي ختمېدی.