امریکا له خالد شیخ محمد او د یوولسم ستمبر د پېښې له پلانوونکو سر د جرم پر اعتراف تړون کوي

خالد شیخ محمد.

د امریکې د دفاع وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، له القاعده ډلې سره تړاو لرونکي د 11م ستمبر د بریدونو له اصلي پلان جوړونکي خالد شیخ محمد او د هغه له دوو ملګرو سره تړون ته رسېدلي چې پر خپل جرم باندې به په رسمي توګه اعتراف وکړي.

خالد شیخ محمد او په دې مقدمه کې دوه نور تورن کسان ولید محمد صالح بن مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الحسوي یو تړون ته رسېدلي چې د رپوټونو له مخې دوی به په خپلو جرمونو اعتراف کوي او په مقابله کې به یې عدالت له زندانه د خوشي کېدو امر وکړي.

د پېنټاګان چارواکو سمدستي د تړون د شرطونو په اړه د معلوماتو له خپرولو ډډه وکړه، خو تمه کیږي چې هغوی به راتلونکې اوونۍ د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې پوځي کمیشن ته خپل درخواستونه وړاندې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پېنټاګان د چارواکو په حواله- چې نومونه یې نه دي څرګند- ویلي، په دغو شرطونو کې د دغو تورنو کسانو هغه د اوږدې مودې غوښتنه هم شامله ده چې دوی ته به د مرګ سزا نه اورول کیږي.

د ورځپاڼې په وینا لوی څارنوال یا چیف پراسیکیوټر ارون روګ د یوولسم ستمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته په یوه خط کې ویلي، "د مرګ د ممکنه سزا د لرې کولو په بدل کې دغو درو تورنو کسانو پر ټولو جرمونو اعتراف کړی، چې پکې د 2,976 کسانو وژل هم شامل دي".

له دغو کسانو سره پر جرم باندې د اعتراف په بدل کې د امریکا تړون د هغې مقدمې په بنیاد تر 16 کاله زیاتې مودې وروسته کېدونکی دی چې د القاعده ډلې خلاف د یوولسم ستمبر د برید په تور پیل شوې وه.

دا تړون د یوولسم ستمبر تر هغو خونړیو بریدونو څه باندې شل کاله وروسته کېدونکی دی چې وسلوالو کسانو د امریکې تجارتي الوتکې په خپل کمانډ د نیویارک د تجارتي مرکز په هسکو ودانیو کې ووهلې او په نتیجه کې یې تقریباً 3,000 کسان و وژل شول.

ټېري سټراډا د یوولسم ستمبر په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو د یوې ډلې «فېمیلیز یونایټیډ» مشره ده، هغه د نیویارک د منهاټن سیمې په یوه فیډرل عدالت کې موجوده وه کله چې د اعتراف جرم د تړون خبر واورېد.

مېرمن سټراډا خپله هم د یوولسم ستمبر په پېښه کې خپل خاوند بایللی وو، هغه وایي ډېرې کورنۍ یواځې دا غواړي چې وویني تورن کسان دې پر خپل جرم اعتراف وکړي:

"شخصاً زما لپاره، ما غوښتل دا مقدمه وګورم او دوی هغه انصاف، هغه مقدمه او هغه سزا رانه وتروړل چې ما یې تمه لرله، دوی [بریدګر] ډارن وو چې دا برید یې پلان کړی وو او دوی نن هم ډارن دي".

مېرمن سټراډا وایي د یوولسم ستمبر په پېښه کې د وژل شویو کسانو په لسګونو خپلوان په دې انتظار مړه شول چې د دې مقدمې فیصله وویني.

د خالد شیخ محمد په ګډون دا درېواړه لومړی د 2008م کال په جون کې د یوولسم ستمبر په بریدونو کې د رول لرلو په تور او بیا د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې په ګډه محاکمه شول.

یادونه:- رپوټ د رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو د معلوماتو په بنیاد تیار شوی.