په امريکائي پوځي اډه دډزو پيښه کې درې ميرينز وژل شوي

Marine Base Quantico Shooting

دجمعې په ورځ امريکائي ميډيا خبر ورکړى چې په ورجينيا کې ديوې پوځي اډې دننه يو امريکائي ميرين په ډزو سره خپل دوه ملگري وژلي اؤ وروستو يې ځان هم وژلى دى.
دميډيا راپورونو ترمخه دډزو دغه پيښه دزيارت په شپه دورجينيا په کوانټيکو ميرين اډه کې رامينځته شوې.
راپورونه وائي دشکمن تن اؤ دډزو دپيښې دښکار شوي يو بل عسکر مړى هاغه مهال وموندل شو کله چې هغوي بيرکونو ته وردننه شول.
ديو بل تن مړى په افسر کنډي ډيټ سکول کې ترلاسه شوى.
ددغه اډې دفيس بک په پاڼه خپور شوي يو پيغام کې ځائي خلکو ته خبردارى ورکړل شوى ؤ چې هغوي دې دبندو دروازو تر شا پخپلو کورونو کې اووسيږي.
بيان کې وئيل شوي وؤ چې په افسر کنډي ډيټ سکول کې دډزو يوه پيښه رامينځته شوې.
راپورونه وائي دپيښې ښکار شوؤ کسانو کې يوه ښځه هم شامله ده.
چارواکي وائي داسې معلوميږي چې بريدکوونکى پخپلو ډزو وژل شوى دى.