زیارت او نیلم کې د سېلانیانو ګاډي حادثو سره مخ شوي، 7 کسان مړه، 4 ژوبل

د بلوچستان د سېلګرۍ په یخه سیمه زیارت کې د سېلګرو یو ګاډي ژورې کندې ته لویدلی چې له امله یې پینځه کسان مړه شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د لیویز سرچینو ویلي دا پېښه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د زیارت په ډومیاره دوزخ تنګي سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا دغلته د کوټې نه د سېل لپاره د ورغلو څو ملګرو ګاډی له ډرایوره بې قابو شوی اؤ کندې ته غورځېدلی دی.

سرچینو ویلي په پېښه کې پینځه کسان مړه شوي چې پېژندګلو یې د رحیم الدین، نجیب الدین، عبدالله، محمد اعظم اؤ عبدالمالک په نومونو شوې ده چې د کوټې د پښتون اباد سیمې اوسېدونکي وؤ.

په پېښه کې دوه تنه نور ژوبل شوي هم دي چې د علاج لپاره ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.

د پاکستان د واک لاندې د کشمیر په نیلم وادۍ کې هم د مسافرو یو جیپ ژورې کندې ته غورځېدلی چې د رسنیو د رپورټونو له مخې دوه کسان پکې مړه شوي اؤ څلور نور ژوبل دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې دغه جیپ کې د کراچۍ اوسیدونکي ۱۰ سېلانیان رتي ګلۍ سیمې ته روان وؤ چې په نیلم وادۍ کې جیپ له ډرایور بې قابو شو اؤ ژورې کندې ته پرېوتو.

په پېښه کې د مړو شوؤ کسانو جسدونه اؤ زخمیان مرستندویه ادارې اؤ ځایي خلکو راویستي اؤ هسپتال ته یې رسولي دي.