د 9/11 حملو د مرکزي ملزم یا ماسټر مایڼد خالد شېخ مقدمه بیا شروع کېږي

خالد شېخ محمد د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د کال 2003 د مارچ په لومړۍ نېټه نیول شوی دی. هغه او د هغه څلور مرستیالان دا وخت د امریکې د سمندري پوځ په زندان کې دي چې د "وار ان ټېرر" یا په ترهګرۍ جنګ نومې زندان هم بلل کېږي

د القاعده د اهم غړي او په امریکا کې د 9/11 حملو ماسټر ماینډ یا مرکزي منصوبه ساز خالد شېخ محمد او د څلورو نورو ملزمانو مقدمه د نهې، سه شنبې، په ورخ د امریکې په ګوانټانامو بې زندان کې بېا شروع کېږي.

د مقدمې اورېدنه به د پوځې کمېشن یا د پوځي ډلې په وړاندې د حکومتي او د دفاع وکیلانو د ابتدايي بیانونو نه شروع شي.

مقدمه د کرونا وایرس وبا د خپرېدو له امله ځنډول شوي وه.

خالد شېخ محمد د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د کال 2003 د مارچ په لومړۍ نېټه نیول شوی دی.
هغه او د هغه څلور مرستیالان دا وخت د امریکې د سمندري پوځ په زندان کې دي چې د "وار ان ټېرر" یا په ترهګرۍ جنګ نومې زندان هم بلل کېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په دوی په ملکي کسانو د حملې، قتل، د جهاز تښتولو او د ترهګرۍ الزامات لګول شوي دي.

په دغه الزاماتو دوی ته د مرګ سزاګانې اورول کېدلی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پهملزمانو د مقدمو اورېدنه د حکومتي او د دفاع وکیلانو ترمنځ د شهادتونو د استعمالو په سر د لانجو شکار شوي دي چې کوم شهادتونه استعمال کړی شي او کوم نا؟

د شهادتونو په سر لانجو کې خفیه معلومات او داسې بیانونه هم شامل دي چې د دفاع وکیلان وايي ملزمانو نه د تشدد دلارې اخیستل شوي دي.

د 9/11 په حملو کې د القاعده 19 وسله وال شامل وو چې څلور جهازونه یې تښتولي وو، دوه پکې په نیویارک کې د ورلډ ټرېډ سېنټر دوو ودانیو، یو د واشنګټن سره نژدې د پېنټګان ودانۍ ترڅنګ او څلورم جهاز په پېنسېلوېنیا ریاست کې وغورځېدو. په حملو کې قریباً درې زره کسان وژل شوي دي.

د 9/11 حملو په ځواب کې امریکې په افغانستان کې د القاعده او د طالبانو په ضد پوځي عملیات شروع کړل.