کرک: تېز رفتاره ټرالر په خلکو ورختلی،12 کسان وژل شوي 20 ژوبل دي

د خېبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې یو تېز رفتاره ټرالر د بریک فېل کېدو له امله د ډرایور نه بې قابو شوی اؤ په خلکو ورختلی چې له امله یې 12 کسان وژل شوي اؤ 20 نور ژوبل شوي دي.

د کرک ضلعي انتظامیې د دې پېښې پخلی کړی اؤ وایي چې پېښه د خالي - شنبې په ورځ د کرک په لویې سړک (انډس هاي وی )امبیري قلعه چوک کې رامنځته شوې ده.

د کرک انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر جیو نیوز رسنۍ ته ویلي چې پېښه د ټرالر د بریک فیل کېدو له امله مخې ته راغلې اؤ په پېښه کې ژوبل کسان د کرک ضلعي روغتون ته رسؤل شوي دي.

بېلابېل پاکستاني رسنۍ وایي په دې پېښه کې د یوې ښځې اؤ ماشومې په ګډون نهه کسان وژل شوي اؤ 20 نور ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي چې بې قابو شوی ټرالر د سړک په غاړه په ولاړو لاسي ریړو اؤ پیاده روانو خلکو ورختلی دی.

د کرک د ضلعي روغتون سرچینو ډیوه ته ویلي ویلي چې په ژوبلو کې هم د زیاترو کسانو حالت مرګونی دی اؤ شپږ زخمیان په اندېښمن حالت کې پېښور ته لېږل شوي دي