د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا د دفاع سېکتر مارک اېسپر د خپلې دندې لرې کړو. صدر ټرمپ د مارک اېسپر د ګوښه کولو اعلان په یو ټوېټ کې کړی.
صدر ټرمپ په خپل ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ مارک اېسپر د خپلې څوکې نه لرې کړی شو. ځه د هغه د کار/ خدمت په سر د هغه مننه کومه.٬٬
تمه کیدله مارک اېسپر به د جو باېډن څوګند پورته کولو (جنورې اخیره) پورې خپله دنده ترسره کوي.
د صدر ټرمپ د ټوېټ ترمخه د امریکا د ترهګرې پرضد جوړ قامي مرکز ډاېریکټر کرسټوفر مېلر به د مارک اېسپر پرځاې ٫٫ په سمدستي توګه٬٬د دفاع نوی سېکتر په توګه کار شورو کړي.
په نژدیو ورځو کې ځینو امریکايي مطبوعاتو داسې رپورټونه خپاره کړي وو چې ګنې مارک اېسپر خپله استعفا لیکلې، ځینو نورو چارواکو بیا ویلي وو چې دهغه د استعفا ورکولو څه اراده نشته.
د رپورټونو تر مخه د صدر ټرمپ او د دفاع سېکتر اړیکې د جون د میاشتې راپه دېخوا سمې نه وې.
د جون په میاشت کې صدر ټرمپ دهړکه ورکړې وه چې د نسلي ناانصافۍ او د پولیس د زور زیاتي پرضد روانو مظاهرو مخه نیولو لپاره به ځواکونه پرځاې کوي. مارک اېسپر په ښکاره بیا د دغې ډول ګام مخالفت کړی وو.
مارک اېسپر د کال ۲۰۱۹م د جولاېي په میاشت کې د امریکا د دفاع سېکتر ټاکل شوی وو.
د صدر ټرمپ لخوا د دفاع سېکتر په هیڅ د ټاکنې وړاندې د امریکا دغه پخوانی پوځي افسر د کال ۲۰۱۷م نه تر ۲۰۱۹م پورې د امریکا د پوځ سېکتر وو.