ډانلډ ټرمپ د امریکې ۴۷ صدر منتخب شو

ډانلډ ټرمپ

د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هېواد ۴۷م منتخب شو او په یو شمېر هغو ریاستونو کې يې نایب صدرې کاملا هېرېس ته ماتې ورکړه چې مقابله په کې سخته ګڼل کېده.

ټرمپ د ریپبليکن پارټۍ او هېرېس د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ صدارتي امیدواره وه.

د امریکې په صدارتي انتخاب کې ووټونه د نهې، سه شنبې، په ورځ شوي وو او د رایو شمارل ټوله شپه او د شورو، چهارشنبې، تر ورځې پورې دوامداره وو.

ټرمپ ۲۷۷ رایې ترلاسه کړې او هېرس تراوسه پورې ۲۲۴ رایې ترلاسه کړي دي.

د نهې یا سه شنبې په شپه ريپبليکنز په سېنېټ کې اکثریت ترلاسه کړو خو د امریکې د استازو په ایوان کې به کوم ګوند اکثریت ولري ؟ دا لا نه ده معلومه شوې.

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې د ريپبلکن ګوند امېدوار ډانلډ ټرمپ د امریکې په وخت د شپې ناوخته د خپلې بريا په وينا کې د پلويانو مننه وکړه. هغه وويل، امریکايانو نن تاريخ رقم کړو او دا هيواد به اوس نور په بره لاړ شي.

د ټرمپ د وینا په وخت، د امریکا د بېلا بېلو ټېلېوېژنونو په پردو لیکلي شوي وو چې ټرمپ د بریا وینا کوي.

ټرمپ په فلورېډا ریاست کې خپل انتخابي مرکز کې پلويانو ته په وينا کې د خپلې بريا ادعا وکړه. هغه وویل، "دا يو داسې تحریک وو چې د دې نه وړاندې چا نه وو ليدلی او دا تر ټولو غټ تحريک وو".

هغه وويل، " پولې او ملک کې به هر څه سموي". نوموړي زیاته کړه، "د امریکايي ولس دپاره هره ورځ مقابله کوي. هغه وویل د امریکې بل ښه دور پيليږي".

امریکا کې په پينځم نومبر صدارتي ټاکنې سر ته رسېدلي او نتيجې یې تراوسه را روانې دي. د رپوټونو ترمخه، تر اوسه د راغلیو نتیجو له مخې ریپبلکن نوماند ډانلډ ټرمپ په ۲۷ ایالتونو کې بریالی شوی او ۲۷۷ ووټونه یې ګټلي دي او ډیموکرېټ نوماندې کامله هېریس په ۱۸ ایالتونو او پایتخت واشنګټن ډي سي کې کامیابه شوې ده او۲۲۴ رایې یې ګټلې دي.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ مهم رياستونه پينسلوينيا، جارجيا او شمالي کېرولاينا کې ګټلې ده.

د ډېموکرېټ صدارتي نوماندې کاملا هېرس د کمپېن يو چارواکي په واشنګټن کې خپلو پلویانو ته ویلي، هېرس به خپلو پلويانو ته د شپې وينا ونه کړي بلکې د شورو، چهارشنبې په ورځ به وينا وکړي.

د امریکې صدر د خلکو په عامو رایو نه بلکې د انتخابي یا الیکټرل کالج له لارې ټاکل کیږي، په هر ایالت کې د الیکټرل رایو شمېر د ابادۍ په بنیاد دی، ځکه نو لوی ایالتونه د ټولې امریکې د ووټونو د نتیجو په اړه پرېکړه کولو کې تر ټولو ډېر اغېز لري.

د صدارتي ټاکنو د ګټلو لپاره هر امیدوار د انتخابي یا الیکټرل کالج له ټولو ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰رایو ته اړتیا لري.

د امریکې نوی صدر به د ۲۰مې جنورۍ ۲۰۲۵م څخه د څلور کالو دپاره صدر جوړيږي.