- د امریکا پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د ریپبلکن ګوند لخوا په رسمي توګه صدارتي امیدوار منتخب شوی.
- ډانلډ ټرمپ په نومبر کې کیدونکي انتخاباتو لپاره د ناېب صدارت لپاره سېنټر جی ډي وېنس انتخاب کړی.
- د اوهایو سېنټر جی ډي ونېس د نامزدګۍ اعلان ډانلډ ټرمپ په خپلې سوشل میډیا ټروت سوشل باندې کړی.
د امریکا پخواني صدر او د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ پرله پسې په دریم ځل د ریپبلکن ګوند صدارتي نوماند کیدو کې بریالی شوی. ډانلډ ټرمپ د ګوند په غونډه کنونشن کې د نوماند کیدو لپاره پکار استازو رایې ترلاسه کولو کې کامیاب شوی.
د ګل/ دوشنبې په ورځ د ریپبلکن ګوند د صدارت لپاره رایې ورکونکي مشران ناڅافه یو ځاې شول او ډانلډ ټرمپ د ګوند په قامي کنونشن کې د نوماند کېدو لپاره د پوره استازو رایې ترلاسه کړې او د ناېب صدارت لپاره یې د اوهایو سېنټر جی ډي وېنس اعلان وکړو.
د صدارتي کاندیدۍ لپاره د پوره استازو د رایو ترلاسه کولو وروسته، پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به اوس په دریم ځل د ریپبلګن ګوند مشري کوي. ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۶م کې صدارتي ټاکنې ګټلې وې، په کال ۲۰۲۰م کې یې د موجوده صدر جو باېډن په مقابله کې انتخابات وباېلل. او د نومبر په میاشت کې به د باېډن سره بیا مخامخ کیږي.
ډانلډ ټرمپ د څو میاشتو راهسې امکاني صدارتي کاندید وو خو نن په مېلواکي کې د ریپبلکن ګوند قامي کنونشن (غونډه) کې د رایو وروسته رسمي اعلان پاتې وو. ټرمپ په خپل کورني ایالت کې د رایو ترلاسه کولو سره د رایو حد ترلاسه کړی، چې اعلان یې زوي اېرک ټرمپ کړی.
د کنونش هال دننه بیا رایې ورکونکو (ډېلیګېټس) چې د (مېک امېریکا ګرېټ اګېن) نښانونو سره ولاړ وو او کله چې به جلا جلا ایالتونو د ټرمپ په پلوۍ کې رایې ورکولې نو په هال کې به د خوشحالۍ چغې جوړې شوې.
د ټرمپ د کمپېن د مشرانو لخوا دا ځلې د ریپبلکن ګوند کنونشن پېل په داسې طریقه شوی وو چې پکې مثبت پېغامونه ورکړل شوي وو چې د بېلا بېلو رنګونو او منځ مهاله رایې ورکونکو زړونه وګټي.
د دغې وروسته بیا په ټرمپ د قاتلانه حملې پېښه وشوه چې د امریکا د سیاست بنیادونه یې ولرزول.
سمدستي د ډیموکرېټ ګوند د مناظرې وروسته ګډوډی، د ګوند د راتلونکې اېجنډا او د ټرمپ په جرمونونو کې ککړتیا غیر مهمې موضوعات شول او د سیاسي تشدد او د هیواد د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې شوې.