د ټرمپ ټیم د ممکنه پوځي مقدمو لپاره له افغانستانه په "سپکاوي" وتلو کې ښکېل پوځیانو فهرست برابروي

د امریکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د واک د منتقلۍ ټیم د هغو پخوانیو او اوسنیو اعلی امریکايي پوځي افسرانو یو فهرست تیاروي چې په مخامخ توګه له افغانستانه په "سپکاوي" د امریکایي ځواکونو په ایستلو کې ښکېل دي.

د امریکې این بي سي نیوز د نومبر پر 17مه په خپل رپوټ کې د یوه امریکایي چارواکي او له دې پلانه د خبر یو بل تن په حواله لیکلي، د ټرمپ ټیم دا کار د دې لپاره کوي چې آیا د دغو پوځي افسرانو خلاف په پوځي عدالتونو کې مقدمې درج کېدای شي که نه.

امریکایي چارواکي او سرچینې این بي سي ته ویلي، د ټرمپ ټیم د یو کمیشن پر جوړولو غور کوي چې په 2021م کال کې له افغانستانه د وتلو په اړه څېړنې وکړي. وي او اې ډیوه دا سرچینې نه دي تایید کړې.

وایي دا کمیشن به په دې اړه معلومات را غونډ کړي چې څوک نېغ په نېغه له افغانستانه په وتلو کې د امریکایي پوځ په پرېکړه کولو کې شامل وو، دا کار څنګه وشو او ایا دغه پوځي مشران د خپل دې عمل پر سر د "غدارۍ" په څېر له سنګینو تورونو سره مخ کېدای شي.

د ټرمپ د ټیم له دې پلانه خبر تن این بي سي ته ویلي، "دوی دا موضوع ډېره سنجیده ګڼي"، هغه زیاته کړه چې د نشه یي توکو او نړیوالو ګواښونو خلاف د مبارزې لپاره د دفاع وزارت پخوانی مرستیال مېټ فلین د ټرمپ د ټیم ددغو هڅو په تر سره کولو کې مرسته کوي.

خو د مېټ فلین وکیل مارک ایس زید په یو بیان کې ویلي، "مېټ فلین د ټرمپ د [واک د] منتقلۍ له ټیم سره هیڅ تعلق نه لري، هیچا د دې فرضي قانوني سناریو په اړه د ښاغلي فلین نظر نه دی پوښتلی".

این بي سي وایي د منتخب صدر ټرمپ د واک د منتقلۍ د ټیم له ځینو چارواکو یې د دې پلان په اړه د پوښتلو هڅه وکړه خو وایي هغوی لا په دې اړه مخامخ څه تبصره نه ده کړې.

سرچینې وایي دا کمیشن د دې لپاره جوړېږي چې دې ته کتنه وکړي امریکا څنګه لومړی د 2001م کال په اکتوبر کې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېله شوه او بیا شل کاله وروسته په 2021م کال کې څنګه بیرته ترې را ووته.

د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول، صدر جوبایډن ډېر د بیړې په حالت کې امریکایي ځواکونه له هغه هېواده را وایستل چې په ترڅ کې د کابل په هوایي میدان کې په ځانمرګي برید کې له شاوخوا 170 افغانانو سره 13 امریکایي پوځیان هم و وژل شول او دې برید په نړیواله کچه د امریکې حیثیت ته زیان ورساوه.

ټرمپ د خپلو صدارتي کمپېنونو په غونډو کې هم او په ستمبر کې له کاملا هېریس سره په مباحه کې هم په خپله واکمنۍ کې د طالبانو له ډلې سره د تړون لاسلیک کولو دفاع کړې، خو د بایډن په واکمنۍ کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر یې "ناسم او د شرم وړ" بللی وو چې د نوموړي په خبره "په نړۍ کې یې د امریکا حیثیت کمزوری" کړی دی.

د امریکې د دفاع وزارت له مرستیالې ویاندې سبرینا سینګ څخه د نومبر پر 14مه په پېنټاګان کې په خبري غونډه کې یو خبریال وپوښتل، منتخب صدر مخکې ویلي وو ځینې کسان چې له افغانستانه په وتلو کې یې لاس درلود باید سپینې ماڼۍ ته له رسېدو سره سم به هغه له دندو ګوښه کړي، ایا په پېنټاګان کې په دې اړه کومه پلټنه روانه ده؟، سبرینا سینګ یې پ جواب کې وویل:

"داسې څه نه شته، موږ یوه څېړنه کړې ده او سېنټکام یې د دې کال په پیل کې یوه اضافي جایزه اخیستې ده، زه دا وخت په ډیپارټمنټ کې د نورو تحقیقاتو یا بیاکتنو په اړه خبره نه یم. زموږ کسانو په کانګرس کې هم په دې اړه معلومات ورکړي او کانګرس هم له افغانستانه د وتلو په اړه خپله پلټنه کړې ده".

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې ځانګړې څارونکې ادارې سینګار د 2022م کال په مې میاشت کې په یوه خپلواکه ارزونه کې د ټرمپ او بایډن دواړو انتظامیې په 2021م کې په ګډوډۍ سره د امریکې په وتلو تورنې کړې وې.

د ټرمپ لومړي حکومت په 2020م کال کې له طالبانو سره تړون وکړ چې له افغانستانه به ټول امریکايي ځواکونه باسي چې شاوخوا 13,000 وو او 5,000 طالب بندیان به له بنده خوشې کوي. د بایډن انتظامیې بیا د را وتلو بهیر بشپړ کړ.

د روان 2024م کال په مارچ کې د امریکې د پوځ دوه مخکینيو اعلی پوځي جنرلانو د ګډو ځواکونو مخکیني مشر جنرل مارک میلې او د امریکې د پوځ د مرکزي کمانډ پخواني مشر جنرل فرانک مکېنزي د کانګرس د استازو اېوان کمېټۍ په اورېدنه کې د صدر جو بایډن پر حکومت تور پورې کړی وو چې د پلان په جوړولو کې ناکامي یې د دې سبب شوه چې د 2021م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له ګډوډۍ سره مخ شو.