ټرمپ: یقین کولی شئ چې جورجیا ته به ځم چې ګرفتار مې کړي؟

ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي او سیاسي انتقام يې بلي

د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه په مبینه توګه په خپل حق کې د بدلولو په الزام د مقدمې په لړ کې به د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ځان په جورجیا ریاست کې د جېل مامورینو ته وسپاري.

ټرمپ په دې اړه د سماجي رابطې په وېب پاڼه "ټروت سوشل" د حېرانتیا اظهار وکړو.

ټرمپ وویل "تاسو یقین کولی شئ؟ چې زه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اېټلانټا، جورجیا ته ځم چې ګرفتار شم."

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د امریکې په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې د عامو قېدیانو په شان د هېواد د یو پخواني صدر د مخ تصویر یا مګ شاټ به اخیستل کېږي.

ټرمپ ځکه په جورجیا کې چارواکو ته حاضرېږي چې په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ الزام پې هم په د دې ریاست حکومتي چارواکو لګولی دی.

ای پي وايي د سږ کال د مارچ د میاشت راهسې په ټرمپ څلور مجرمانه الزامات لګول شوي دي. د مارچ په میاشت کې د امریکې په تاریخ کې په لومړي ځل په یو پخواني صدر د یو جرم فرد جرم ولګول شو.

د مارچ نه پس او د جورجیا نه مخکې په فلورېډا ریاست او سرښار واشنګټن کې هم د ټرمپ په ضد د وفاقي حکومت الزامات لګول شوي دي.

په جورجیا کې د ټرمپ ترڅنګ په ۱۸ نورو کسانو هم فرد جرم لګول شوی چې په کې د نیویارک پخوانی ښار وال او د ټرمپ شخصي وکیل روډي جولیاني او د هغه پخوانی چیف اف سټاف مارک مېډوز هم شامل دي. جولیاني د شورو، چهارشنبې، په ورځ ځان چارواکو ته سپارلی دی او د مجرم په شان تصویر یې اخیستل شوی دی.

ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي او سیاسي انتقام يې بلي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، ټرمپ د تېرو څو میاشتو راهسې د انصاف وزارت خصوصي وکیل جېک سمېت، چې د هغه خلاف يې دوه کېسونه کړي دي، ذهني ناروغه دي. ټرمپ د نیویارک دوه سرکاري وکیلان چې افریقايي امریکنیان دي، نسل پرست بلي.

د جورجیا نه مخکې هم ټرمپ په هغه د لګول شویو الزاماتو په لړ کې عدالتونو ته حاضر شوی او ای پي وايي ټرمپ دغه موقعې د ووټرانو حمایت او مالي مرسته حاصلولو دپاره استعمال کړي دي.

ټرمپ په کال ۲۰۲۴ کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی او په دې لړ کې سیاسي غونډو ته وېناګانې هم کوي.

ای پي وايي ټرمپ به ځان د جورجیا په فلټن جېل کې ځان حکومتي چارواکو ته سپاري خو زیات وخت به هلته نه تېروي.
د ترمپ او سرکاري وکیلان د دوو لکو ډالرو په ضمانت په راضي شوي دي. په ټرمپ دا شرط هم لګول شوی چې نور مدافعین، عېني شاهدین او یا د مقدمې سره تړلې نور کسان به نه ویروي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن برېډمایر او د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي