د وژنې د هڅې له برید وروسته ټرمپ د امریکې له خلکو غوښتي چې "هوډمن او کلک" و اوسي

د امریکې مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ پر ده باندې تېره ورځ تر مرګوني برید وروسته ویلي، دا خبره "تر بل هر وخت مهمه" ده چې هېواد یې کلک او هوډمن یا پرعزمه پاته شي او شر یا بدۍ ته اجازه ور نه کړي چې کامیابه شي.

ټرمپ د اتوار- یکشنبې په ورځ پر خپل «ټروت» سوشل مېډیا باندې ویلي، "موږ به ونه وېرېږو" بلکې وایي پر خپله باور به ټینګ ولاړ وي او د بدۍ په خلاف به خپله دفاع کوي:

"ستاسې ټولو د پرونیو نېکو هیلو او دعاګانو مننه کوم، ځکه دا یواځې خدای د داسې یوې پېښې مخه ونیوله چې د منلو وړ نه وه".

ټاکل شوې ده چې ټرمپ به روانه اوونۍ په رسمي توګه د ریپبلکن ګوند د امیدوار په توګه د نومبر د پینځمې په صدارتي ټاکنو کې د ډیموکرېټ جوبایډن خلاف ځان کاندید کړي.

ټرمپ وویل د راتلونکې پنجشنبې- زیارت په ورځ د امریکې د ویسکانسن ایالت په منځ لوېدیځ ښار ملواکي کې د ریپبلکن ګوند په ملي کنونشن کې ولس ته د خپلې وینا په انتظار دی.

د امریکې د پلټنو مرکزي ادارې ایف بي ای ویلي، یو مشکوک تن یې پېژندلی خو تر اوسه یې دا نه ده معلومه کړې چې د پینسلوېنیا په بټلر سیمه کې په انتخابي غونډه کې د ټرمپ د وژنې د هڅې د برید سبب څه وو.

دا په تېرو څلورو لسیزو کې د امریکې په سیاسي تاریخ کې د تشدد تر ټولو غټه پېښه وه چې د دې هېواد د یوه مخکیني ولسمشر د وژنې هڅه وشوه.

امنیتي ادارې وایي د پینسلوېنیا ایالت د بېتیل پارک سیمې اوسېدونکی 20 کلن تامس مېتیو کروکس په ډانلډ‌ ټرمپ باندې په ډزو کې لاس درلود.

د ټرمپ د جلسې د ځای له امنیتي سیمې بهر ولاړو لیدونکو ویلي، کله چې ټرمپ خبرې کولې دوی هغه وخت ولیدل چې یو تن د نیزدې ودانۍ پر چت له وسلې سره ګرځېده دوی سمدستي پولیسو ته چیغې کړې خو ګټه یې ونه کړه.

وسلوال تن د پولیسو تر غبرګون او د هغه تر وژنې مخکې د ټرمپ د غونډې خواته په څلور یا پینځه ډزو کولو کامیابه شو چې یوه د ټرمپ پر ښي غوږ ولګېده او په غونډه کې یو تن وواژه او دوه نور یې سخت ټپیان کړل.

د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې بریدګر کروکس دوه کاله وړاندې له های سکول څخه فارغ شوی او د ټرمپ د ریپبلکن ګوند رجسټر شوی غړی وو.

د ټرمپ مېرمن میلانیا ټرمپ له هغه سره په لاریون کې نه وه پر ټولنیزو رسنیو په یوه بیان کې یې بریدګر "شیطان" بللی او وایي هغه یې خاوند ته د "غیرانساني سیاسي مشین" په سترګه کتلي او د هغه د جذبې، خندا، هوښارۍ، مینې او له موسیقۍ سره د لېوالتیا د وژلو هڅه یې کړې ده.

میلانیا د یکشنبې- اتوار په ورځ ویلي، "زه د استخباراتي ادارو د زړورو کارکوونکو او امنیتي ادارو د چارواکو مننه کوم چې خپل ژوند یې هم په خطر کې واچاوه او زما خاوند یې وژغوره".

د امریکې بل مخکیني صدر بارک اوباما هم پر ټرمپ برید ته په غبرګون کې د ځان او خپلې مېرمنې میشل اوباما له اړخه د روغتیا هیله کړې او پر ایکس په یوه پوسټ کې یې ویلي دي چې د امریکې په جمهوریت کې د سیاسي تشدد لپاره هیڅ ځای نه شته:

"موږ ټول باید په دې ارام و اوسو چې مخکینی صدر ټرمپ شدید نه وو ټپي شوی، او پکار دی دا شېبه په خپل سیاست کې تهذیب او احترام ته د نوي عزم لپاره وکاروو".

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجاریک هم د یکشنبې- اتوار په ورځ په یوه لنډ بیان کې ویلي، چې عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش د سیاسي تشدد دا عمل غندلی او د ټرمپ د سمدستي روغتیا لپاره یې هغه ته خپلې پېرزوینې وړاندې کړې دي.

د جون پر 13مه د امریکې په پنسلوېنیا ایالت کې یوې انتخابي غونډې ته مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ همدغه مهال وینا پیل کړې وه چې ناڅاپي له یوې خوا ډزې وشوې او هغه له پر غوږ له لګېدو سره له سټېجه ټیټ شو او بیا سمدستي امنیتي کسان پر هغه را غونډ شول، څو شېبې یې پټ وساته او بیا یې له سټېجه کوز کړ.

د ټرمپ علاج په یوه ځایي روغتون کې وشو او وروسته هغه وویل چې "ښه" دی، له علاجه وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ټرمپ ولیدل شو چې د سختو امنیتي تدابیرو په بدرګه په نیوجرسي ایالت کې خپل کور ته ستنېږي.