د انساني حقونو تنظیم په ترکي کې د خلکو په بې درکه کیدو تشویش څرگند کړی دی

تښتول شوي ټولو کسانو په داسې حال کې نوکرۍ ختمې شوي دي چې حکومت د مذهبي مشر فتح الله گولین د حمایتیانو خلاف اقدامات پیل کړل. حکومت په فتح الله تیر کال د ناکامه بغاوت د راپارولو الزام لگولی دی

په امریکا کې میشته د انساني حقونو یو تنظیم د ترکي په حکومت غږ کړی دی چې په هیواد کې سږ کال خلکو د بې درکه کیدو د واقعاتو تحقیقات دې وکړي.

د انساني حقونو ادارې هیومن راټس واچ د ترکي د انصاف وزیر عبدالحامت گل ته په یو خط کې وویل سږ کال د مارچ په میاشت کې په انقره کې د څلورو بې درکه شوو کسانو په اړه دې موثره او په بیړنۍ توگه تحقیقات وکړی شي.

ترکي په اړه د ادارې څیړنکارې ایما سنکلیر ویب وویل د ترکي حکومت ددغه پیښو مناسبې پلټنې نه دي کړي.

میرمن ویب وویل بې درکه شوي ټول کسان په رڼا ورځ د عیني شاهدانو په مخکې بوتلل شوي دي. یو تن د خپل اته کلن زوي او د مقامي دوکاندارانو مخکې ته بوتلل شوی دی او میرمن ویب وايي د خلکو د بې درکۍ په اړه ثبوتونه موجود دي او حکومت دپاره هیڅ جواز نه جوړیږي چې ددې پیښو تحقیقات و نه کړي.

حکومت او نه د انصاف وزارت د خلکو په درکه کیدو څه تبصره کړې ده. هیومن رایټس واچ په دغه بې درکیو کې ریاست د ککړتیا امکان نه دی رد کړی.

تښتول شوي ټولو کسانو په داسې حال کې نوکرۍ ختمې شوي دي چې حکومت د مذهبي مشر فتح الله گولین د حمایتیانو خلاف اقدامات پیل کړل. حکومت په فتح الله تیر کال د ناکامه بغاوت د راپارولو الزام لگولی دی. ښاغلی گولین په امریکا کې میشته دی او ترکي امریکې نه غوښتې چې فتح الله گولین دې ترک حکومت ته وسپارلی شي.