د چین کمیونسټ پارټۍ ویلي د دفاع دوه پخواني وزیران يې د کرپشن په الزام ویستلي دي

رپورټ وویل د لي خلاف د پوځ د مرکزي کمېشن په تحقیقاتو کې موندل شوي چې هغه د ځان او د نورو خلکو دپاره مراعات غوښتل او خپل سیاسي فرایض یې هم نه پوره کول

د چین کمیونسټ پارټۍ ویلي د دفاع پخواني وزیران لي شېنګ فوو او د هغه پېش رو وای فېنګ هي يې د کرپشن او د رشوتونو په الزام ویستلي دي.

د چین سرکاري خبري ادارې شېن هوا وویل لي شېنګ فوو خپل بنیادي مېش سره غداري کړې، د پارټۍ د مرکزي کمېټۍ او د پوځ د مرکزي کمېشن اعتماد ته يې نقصان رسوولی او پارټۍ او قومي دفاع یې په لویه کچه زیانمنه کړې ده.

رپورټ وویل د لي خلاف د پوځ د مرکزي کمېشن په تحقیقاتو کې موندل شوي چې هغه د ځان او د نورو خلکو دپاره مراعات غوښتل او خپل سیاسي فرایض یې هم نه پوره کول.

د رپورټ ترمخه په لي الزام دی په لویه شمېره کې پېسې يې په رشوت کې خپله هم اخیستې او نورو خلکو ته يې هم ورکړي دي.

تېر کال د مارچ په میاشت کې په کابینه کې د ردوبدل وروسته د لي پېش رو وای فېنګهي د عامه نظر نه غېب شوی و.

یوه لسیزه مخکې اقتدار د سمبالولو راهسې د چین مشر شي جېن پېنګ د کرپشن خلاف په پراخه کچه کېمپېن شروع کړی چې په کې په پوځ کې د کرپشن خلاف کوښښونو ته په خصوصي توګه توجه شوې ده.

په تېر یو کال کې شي د پیپلز لېبرېشن ارمي، پي ای ای، تر دولسو پورې جنرنېلا او د دفاعي صنعت ځینې چارواکي د مبینه درغلیو په الزامات لري کړي دي.