پېښور اؤ لکي مروت کې په پولیسو بریدونو کې دوه عسکر وژل شوي،دوه ایس ایچ اوز ژوبل

په پولیسو دا بریدونه په داسې حال کې شوي دتير نومبر په مياشت کې ټي ټي پي دپاکستان حکومت سره د اوربند ختمولو اعلان کړی اؤ دهغې راپدیخوا په ټوله صوبه کې په پوځ اؤ پولیسو وسله والو بریدونو کې چټکتیا رامنځته شوې ده

دخېبر پښتونخوا دسرښار پېښور ترڅنګ په متني اؤ لکي مروت سیمو کې په پولیسو بریدونه شوي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ اؤ دوه ایس ایچ اوګان ژوبل شوي دي.

دلکي مروت سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د زیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې د بیټني سب ډويژن په شادي خیل سیمه کې وسله والو په ورغاړي پوليس تاڼه برید کړی چې دبرید پرمهال دسیمې خلک په وسله والو پسې راوتلي اؤ دهغوئ برید یې پشا تمبولی دی .

دسرچینو په وینا ددغه برید پرمهال دلکي مروت دتجوړۍ تاڼې پولیس هم شادي خیل سیمې ته دپولیسو دمرستې لپاره روان وؤ چې په لاره کې پرې دشک په اساس نورو پولیسو ډزې کړې دي .

سرچینې وایي دپولیسو له لوري شوؤ دې ډزو کې سميع الله شادي خیل نومې پوليس عسکر وژل شوی اؤايډيشنل ايس ايچ او حبيب الله هم په دې ډزو کې سخت ژوبل شوی دى.

ژوبل شوي ايډيشنل ايس ايچ او دعلاج لپاره تجوړي هسپتال نه بنو هسپتال ته وړل شوی دى.

همدا شان دلکي مروت پولیس وایي په پهاړ خیل سیمه کې دتهل مقبرې ترڅنګ په لویه لاره نامعلومه وسله والو په پولیسو برید کړی چې پکې یونس خان اؤ عصمت الله نومې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ وسله وال له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

په عین حال کې دصوبې دسرښار پېښور ترڅنګ په متني سیمه کې هم وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې دمتني تاڼې ایس ایچ او عمران الدین په پښه لګیدلی اؤ ژوبل شوی دی.

په پولیسو دا بریدونه په داسې حال کې شوي دتير نومبر په مياشت کې ټي ټي پي دپاکستان حکومت سره د اوربند ختمولو اعلان کړی اؤ دهغې راپدیخوا په ټوله صوبه کې په پوځ اؤ پولیسو وسله والو بریدونو کې چټکتیا رامنځته شوې ده.

روانه اوونۍ دوزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ دملي امنيت دکميټې په غونډه کې دترهه ګرۍ دخاتمې ژمنه شوې خو ددې باوجود هم ترهه ګريز بريدونه لا دوام لري.

خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې 282 امنیتي مامورین وژل شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې ده.

په رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې چې کال 2023م کې پاکستان د لا نور تشدد سره مخامخ کېدای شي.

د کال 2022 په سيکورټي رپورټ کې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز ویلي چي تېر کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې نزدې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي چې په کې 40 سرتيري يوازې د تېر دسمبر په میاشت کې وژل شوي دي.