د ایران پلوه حوثي یاغیانو ډلې خبرداری ورکړی چې پر متحده عربي اماراتو به نور هوایي بریدونه هم وکړي. دغو یاغیانو دعوه کړې چې پرون یې په اماراتو کې د بې پایلټه ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.
د حوثیانو یو ویاند ویلي دا بریدونه یې د سعودي عربستان په مشرۍ په ایتلافي ځواکونو کې د عربي متحده اماراتو د رول په خاطر کړي چې تېره اوونۍ یې پر دې یاغي ډله بریدونه کړي وو.
په صنعا کې د حوثیانو د حکومت د اطلاعاتو د وزارت مرستیال فهمي الیوسفي ویلي دوی به تر هغه وخته پر عربي متحده اماراتو د غچ اخیستو په خاطر بریدونه کوي چې تر څو دا هیواد په یمن کې د وسلوالو ملاتړ کوي.
د یمن په پایتخت صنعا کې د حوثي یاغیانو سرچینې عربي مطبوعاتو ته ویلي چې په عربي متحده اماراتو یې اته بې پلیوټه الوتکې او 10 توغندي ور ویشتلي دي.
د متحده عرب اماراتو چارواکو ویلي د ابوظهبي نړیوال هوايي ډګر سره نژدې پرون د ګل- دوشنبې په ورځ د تېلو درې ټېنکرونه د ډرون په ممکنه حمله کې چاودېدلي چې له امله یې یو د پاکستان او دوه د هندوستان وګړي وژل شوي او شپږ نور کسان زخمیان شوي وو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د یمن حوثي باغیانو د ګل، دوشنبې، په ورځ په متحده عرب امارتو د حملې دعوه وکړه خو نور معلومات یې نه دي شریک کړي. متحده عرب اماراتو د دې نه وړاندې د هوثيانو دغه ډول دعوې رد کړي دي.
د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت په یو بیان د پېښې الزام په هوثي باغیانو پورې کړو، ویې وېل یو ای ايي د ځوابي حملې حق لري.
د متحده عرب اماراتو پولیس وویل ابتدايي تحقیقات څرګندوي چې د ډرون حملې په نتیجه کې چاودنه وشوه او بیا اور ولګیدو.
متحده عرب امارات د سعودي عرب په مشرۍ کې په هغه پوځي ایتلاف شامل هېواد دی چې د کال 2015 راهسې په یمن کې د هوثي باغیانو په ضد جنګیږي. په یمن کې د جنګ شروع کېدو نه وړاندې هوثيانو د یمن مرکزي ښار صنعا نیولی و.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په یو بیان کې په ابوظهبي د حملو غندنه وکړه او د ملکي کسانو په وژل کېدو یې خفګان څرګند کړو. هغه وویل په غیر پوځي تنصیباتو او په ملکي کسانو حملې د نړیوال قانون خلاف ورزي ده.
د ملګرو ملتونو مشر د یمن په جنګ کې په ښکیلو فریقینو غږ وکړو چې د زغم نه دې کار واخلي. هغه وویل د یمن شخړه پوځي حل نه لري او پکار ده چې د خبرو دلارې حل کړی شی.