اوکراین د روس دننه په لومړي ځل د امریکا ورکړي اوږد واټن مزایل کارولي دي

اوکراین د نهې یا سه شنبې په ورځ وویل چې د روس په بریانڅګ سرحدي سیمه کې یې د ګوله بارودو ګودامونه په نښه کړي دي. په جګړه کې ښکیل اړخونو ویلي چې په لومړي ځل یې د امریکا ورکړي اوږد واټن وېشتونکي میزایل استعمال کړي دي.

د دواړو لورو د برید د اغېزمنتیا په اړه متضاد بیانونه مخې ته راغلي دي. دا برید دوه ورځې وروسته له هغه خبرشوي چې امریکا خپله پالیسي بدله کړه او صدر جوبایډن د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو/مزایلو کارولو اجازه ورکړه.

دوو امریکايي چارواکو د نهې/ سه شنبې په ورځ وائس اف امریکا ته تائيد کړه چې هغه پالیسي چې اوکراین یې منع کوو چې د روس دننه دې د پوځي هدفونو د ویشتلو لپاره دې د امریکا اوږده واټن ویشتونکي وسلې نه کاروي "بدل شوې ده."

د پنټاګان د مطبوعاتو مرستیالې سکرترې سبرینا سینګ د ګل/دوشنبې په ورځ د دې بدلون له تاییدولو ډډه وکړه، خو زیاته یي کړه چې ماسکو د شکایت لپاره هیڅ دلیل نلري.

اغلې سینګ د وي او اې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "هغه څه چې په اوور د تیلو کار کوي هغه په حقیقت کې DPRK [د ډیموکریټک پیپلز ریپبلک اف کوریا] عسکر دي چې اوس جګړې ته داخلیږي."

د روس دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، "د اوکراین پوځ تېره شپه د بریانڅک په سیمه کې په یو مرکز د امریکا له خوا جوړ شوي شپږ پوځي تاکتیکي مزایل سسټم توغندي یا ATACMS" راکټونه وویشتلي، خو د دوي ځواکونو پنځه مزایل ناکاره کړي دي، او شپږم ته یي نقصان اړولې وو خو د راکټونو د ملبې راولیدولو له امله په پوځي اډه کې اوور لګیدلی چې مرګ ژوبله یي نه ده اړولې.

خو د اوکراین د پوځ جنرل اسټاف په فیسبوک یو پوسټ کې ویلي چې د دوی ځواکونو د اوکراین له پولې څخه شاوخوا 100 کیلومیټره لیرې په بریانڅک کې "د روس قابض پوځ د وسلو او بارودو ګودامونو" ته نقصان اړولی دی.

ماسکو ویلي دي، چې د لویدیځ په وسلو د روس د نړیوالو پېژندل شویو سیمو وېشتل به امریکا په مستقیم ډول په دغې جګړې کې دخېل کړي او ماسکو به «مناسب او محسوس ځواب» ورکوي. د امریکا حکومت لا د دغه برید او د روس د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د روس صدر ولادیمیر پیوټن د نهې یا سه شنبې په ورځ د اټومي وسلو نوي‌ لارښودونه او ډاکټراین لاسلیک کړل،‌ چې د روس ځمکنۍ بشپړتیا ته د ورپېښو ګواښونو په اړه د اټومي وسلو کارول اسانه کوي.

په اوکراین د روس د حملې 1,000 ورځې وشوي. روس د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی، امریکا او ایتلافیان یې په دغې جګړې کې اوکراین سره کلک ولاړ دي.

د امریکا نوي منتخب صدر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د امریکا د مرستو په اندازې انتقاد کړی او ویلي دي‌ چې واک ته له رسېدو وروسته به د اوکراین جګړه ختموي، خو نه یې دي ویلي چې څنګه به دا کار کوي.

روس او اوکراین په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې د سولې په خبرو کې یې لاس بري وي.خو دې وروستیو کې د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې باید ټولې هڅې وشي چې له سفارتي لارو یې بل کال ته په هېواد کې جګړه ختمه شي.