د اوکراین خارجه وزیر د نېټو ملکونو ته: تاسو وسله راکړئ  مونږ به جنګ کوو

کولیبا وویل "تاسو مونږ ته وسلې راکړئ، مونږ به خپل ژوندونه قرباني کړوو او جنګ به هم په اوکراین کې پاتې شي."

د اوکراین خارجه وزیر دمیرو کولیبا د مغربي ملکونو دا تشویش رد کړی دی چې که چېرې اوکراین ته یې وسله ورکړه نو د روس سره به په جنګ کې ښکیل شي او ویې وېل اوکراین وسلې ته ضرورت لري، د نېټو ملکونو دې اوکراین ته وسله ورکړي او اوکراینیان به جنګ کوي.

کولیبا وویل "تاسو مونږ ته وسلې راکړئ، مونږ به خپل ژوندونه قرباني کړوو او جنګ به هم په اوکراین کې پاتې شي."

د وي او ای د رپورټ ترمخه کولیبا په برسلز کې د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ ترڅنګ د نېټو د خارجه وزیرانو د غونډې نه وړاندې خبرې کولې.

سټالټنبرګ وویل په غونډه کې به د هوايي دفاعي نظام، ټېنک شکن وسلې او د اوکراین په نورو ضرورتونو غور کولی شي. کولیبا وویل چې څومره زر اوکراین ته وسله ورکړی شي دومره زر به د نورو انسانانو ژوندونه، کلي او ښاروننه د تباهۍ نه بچ کړی شي او د بوچاس په شان پېښې به نه رامېنځته کېږي چیري چې په شا تلونکو روسي ځواکونو د ملکي کسانو د قتل عام الزامات پورې شوي دي.

کولیبا په روس د مغربي ملکونو د نورو بندیزونو هرکلی وکړو او د روس په ضد یې د نورو ګامونو غوښتنه هم وکړه.

امریکې او مغربي اتحادیانو یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د روس په ضد یې "نوي، شدید او سمدستي اقتصادي پابندۍ" لګولي دي چې پکې په روس کې په امریکايي سرمایه کارۍ قدغن شامل دی، په پابندیو کې د روس مالياتي ادارې په هدف شوي دي او د روسي صدر ولادیمیر پوتین د بالغ ماشومانو اثاثې هم په هدف شوي دي.

د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکا به د اتحادیانو سره په روس فشار زیاتوي چې دا ډول روس په اقتصادي کچه تنها کړی شي.

په عین حال کې د امریکې مشر حکومتي وکیل یا اټارني جنرل مېرېک ګارلېنډ ویلي په اوکراین کې د روس د مبینه جنګي جرمونو په اړه د ثبوتونو په راټولو کې د امریکې انصاف وزارت د خارخه وزارت، اوکرایني او د یورپي همکارانو سره همکاري کوي.