ماهرین: پاکستان دې د احمدي ټولنې خلاف د تعصب او تشدد مخنيوی وکړي

احمديان وايي په پاکستان کې نه یوازې د ټولنې په غړو بلکې د عبادت په مرکزونو او په مقبرو يې حملې شوي دي

د ماهرینو یوې ډلې چې ملګرو ملتونو ګمارلې په پاکستان کې د احمدي ټولنې خلاف په تعصب او تشدد يې تشویش څرګند کړی او په حکومت يې غږ کړی چې د احمدیانو تحفظ دې یقیني کړي.

د ماهرینو دغه ډله د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګې هیومن رایټس کاونسل په سرپرستۍ کې کار کوي خو د ملګرو ملتونو ترجماني نه کوي، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې يې وویل په پاکستان کې د احمدیانو خلاف د تشدد او د امتیازي سلوک رپورټونو ویرول.

"مونږ د پاکساني چاراکو نه غوښتنه کوو چې د دې صورتحال د مخنیوي دپاره دې په بېړنۍ توګه ګام واخلي،" ماهرینو په خپل بیان کې وویل.

ماهرینو دا میاشت د هغه دوو واقعاتو ذکر هم وکړو چې د احمدي ټولنې دوه غړي په کې وژل شوي‌ دي. پولیس ویلي حمله کوونکي يې ګرفتار کړي دي.

په خپل بیان کې ماهرینو په دې الزاماتو هم تشویش څرګند کړو چې احمدیان په خپل سره ډول نیول کېږي، په حراست کې ساتل کېږي او په مذهبي دستورو کې د برخه اخیستلو لاره یې نیول کېږي.

په بیان کې غوښتنه وشوه چې د احمدیانو د دې حق احترام دې و شي چې په پرامنه ډول د خپلې عقیدې اظهار وکړي.

د پاکستان پارلېمنټ په ۱۹۷۴ کې احمدیان غېر مسلم وټاکل.

د پاکستان دننه او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه وايي مذهبي انتها پسند احمدیان په نخښه کوي.

احمديان وايي په پاکستان کې نه یوازې د ټولنې په غړو بلکې د عبادت په مرکزونو او په مقبرو يې حملې شوي دي.

اېسوسي‌ اېټېډ پرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې نه دي ویلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو دپاره د کارکوونکو ماهرینو په بیان څه ردعمل و خو پاکستاني چارواکي دا تاثر ردوي چې مذهبي اقلیتونه په پاکستان کې د عدم تحفظ ښکار دي.