د ملګرو ملتونو مشر فلسطینیي کډوالو د مرستې دپاره د تنظیم د څانګې دفاع کړې

بلخوا، د شهري دفاع کارکوونکو د غزه په یوه برخه کې د ويجارو ودانیو او د ملبې نه ډکو لارو کوڅو څخه قریبا ً۶۰ مړي رواېستي دي. څو ورخې وړاندې په سیمه کې اسرایل بمباري کړې وه.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ وویل د فلسطيني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې څه متبادل نه شته او د ۱۱۸ ملکونو د ادارې حمایت کړو د دې باوجود چې اسرایل غواړي دا اداره دې ختمه کړی شي.

بلخوا، د شهري دفاع کارکوونکو د غزه په یوه برخه کې د ويجارو ودانیو او د ملبې نه ډکو لارو کوڅو څخه قریبا ً۶۰ مړي رواېستي دي. څو ورخې وړاندې په سیمه کې اسرایل بمباري کړې وه.

د غزه د شهري دفاع مشر محمود بصال وویل په وژل شویو کسانو کې پوره خاندانونه شامل دي چې په ظاهره د سفر په مهال په فضايي حمله او د توپخانې په ګوله بارۍ کې لګېدلي دي.

د اسرایل پوځ وویل د حماس وسله وال په شمالي غزه کې بیا یوځآی شوي وو. د اېسوسي اېټېډ پرېس ترمخه، د اسرایل پوځ وویل په غزه کې د جسدونو په موندل کېدو تبصره نه شي کولی. اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ فلسطینیانو ته سیمې نه د وتلو امر کړی و.

د اسرایلي پوځ ترمخه، د حماس وسله والو د فلسطيني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن ار ډبلیو خالي شوی مرکز استعمالولو او په ودانۍ کې ډرونز او وسله موندل شوې ده. یواېن ار ډبلیو ای دغه وداني د اکتوبر په میاشت کې پرېښودې ده.

اسرایلي پوځ وویل عسکرو يې د یواېن ار ډبلیو په انګڼ کې د مورچه بند ترهګرو سره د نږدې څخه جګړه وکړه.

د یو اېن رېلیف اېڼد ورکس اېجنسي، یو اېن ارډبلیو ای، په غزه، وېسټ بېنک، اردن، شام او په لبنان کې د مېلنونو په شمېره کې فلسطينیانو ته د تعلیم، صحت او نور امداد ورکوي. په غزه کې د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ د شروع کېدو راهسې د ملګرو ملتونو چارواکي وايي يو اېن ار ډبلیو ای په غزه کې فلسطینیانو ته امداد په رسوولو کې د ملا د تير په شان کردار ادا کړی دی.

د جمعې په ورځ په نیویارک کې یو اېن ار ډبلیو ای سره د مالي مرستې په اړه غونډې ته ګوټېرېس وویل د هرچا نه غوښتنه کوي چې د یو اېن ار ډبلیو ای، د ادارې د عملې او د دې د منشور تحفظ دې وکړي. زه دا واضحه کوم چې د یو اېن ار ډبلیو ای متبادل نه شته.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ډېر وخت راهسې غوښتنه کوي چې یو اېن ار ډبلیو ای دې ختمه کړی شي. هغه په اداره الزام لګوي چې د اسرایل خلاف جذبات راپاروي. د اسرایل پارلېمنټ یو ار ډبلیو ترهګر تنظیم ټاکلو په اړه غور کوي.

په اووم اکتوبر د اسرایل او حماس د جنګ شروع کېدو وروسته اسرایل د یو اېن ار ډبلیو ای د علمې په ځینو غړو الزام لګولی و چې په اسرایل د حماس په حمله کې ککړ وو. د دې وروسته ګڼ شمېر ملکونو د یو اېن ار ډبلیو ای سره مالي امداد وتړلو. ملګري ملتونه وايي په دې اړه تحقیقات دوام لري او زیاترو ملکونو د یو اېن ار ډبلیو ای مالي امداد بیا شروع کړی دی.

بلخوا، اسرایلي پوځ تسلیم کړې چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس حملې ته په ردعمل کې غلطۍ شوي دي چې په کې د ردعمل سست روي او بې انتظامي سامله ده.

اسرایلي پوځ دغه اعتراف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حملې وړمبي تحقیقات په شایع کولو کې وکړو.

بلخوا، امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ داسې څه مېعاد و نه ښودلو چې غزه ته امداد رسوولو دپاره د غزه په ساحل عارضي بندر به بیا کله د استعمال جوګه شي.

عارضي بندر د امریکې په مرسته جوړ کړی شوی و خو وروسته د خراب موسم په سبب د استعمال جوګه نه و پاتې شوی.

عارضي بندر ځمکې سره د نخښولو دپاره د شورو، چهارشنبې، په ورځ کوښښونه د خراب موسم او د ټېکينې مسلو په سبب ناکامه شول.

د امریکې د دفاع وزرات، پېنټګان، ترجمانې سبرینا سېنګ د جمعې په ورځ د عارضي بندر په لړ کې خبریالانو ته وویل په دې اړه هره ورځ د حالاتو جاج اخیستل کېږي.

په عېن حال کې اسرایل دا رپورټ رد کړی چې مصر سره د غزه په پوله به د خپلو عسکرو شمېره کمه کړي.

روېټرز خبري ادارې د جمعې په ورځ په یو رپورټ کې وویل د مصر او اسرایل په پوله د اسرایلي ځواکونو شمېره کمېدلی شي که چېرې اسرایل او مصر د دواړو ملکونو په مشترکه سرحد د څارنې په الېکټرانېک نظام متفق شول.

حماس او مصر په پوله د اسرایلي ځواکونو د موجودګۍ مخالفت کوي خو اسرایل تشویش لري چې حماس د سرنګانو دلارې مصر نه وسله سمګل کولی شي.

په پوله د ځواکونو په شخړه د سولې مذاکراتو ځنډولې دي او روېټرز په خپل رپورټ کې وویل که چېرې په سرحد د څآرنې نظام ولګول شو نو اسرایلي ځواکونه په شا کېدلی شي.

د نېټن یاهو دفتر د دغه خبر تردید وکړو.