ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ د اسرایل لخوا د غزې پټۍ له یوې لویې برخې څخه فلسطینیانو ته د وتلو په حکم ژوره اندېښنه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي له دې اقدام څخه به لکونه خلک اغېزمن شي.
د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس خبریالانو ته ویلي " د خان یونس اؤ رفح د ۱۱۷ مربع کلو میټره سیمې کوم حکم چې پرون ورکړل شوی، په دې ساحه کې د غزې پټۍ نزدې دریمه برخه ابادي راځي،دا له اکتوبر راپدیخوا چې فلسطینیانو ته پکې د شمالي غزې نه د وتلو امر شوی ؤ،په دغسې تر ټولو سترو احکاماتو کې راځي"
د فلسطیني کډوالو د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNRWA) اټکل کړی چې ددې حکم د جاري کېدو په مهال نزدې دوه نیم لکه کسان په دغو سیمو کې استوګن کیدای شي.
دجارک ویلي ددې سیمو د اوسیدونکو سره اوس له پرته بله لاره نه ده پاتې شوی چې یا خو دې هغه سیمو ته لاړ شي چرته چې هغوي لپاره د سر پناه اؤ نورې هیڅ اسانۍ نشته اؤ یا دې هم په هغه ځای میشت پاتې شي چرته چې به جګړه وي.
دجارک په وینا د سیمې خالي کولو نوی امر د هغه سیمې لپاره دی چې تر ۹۰ زیات داسې سکولونه پکې دي چې زیاتره بې کوره کورنۍ پکې ژوند کوي اؤ ددې ترڅنګ دغلته څلور د روغیتایي اسانتیاؤ پواینټونه هم دي.
اسرایلي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د جنوبي غزې په پټۍ کې بریدونه کړي چې د فلسطین د صحت محکمې د چارواکو په وینا په دې بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
د خبري شبکې ای ایف پي د رپورټ له مخې د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ رابطه کار ویلي چې د غزې ۸۰ فیصدي خلک اوس هم له خپلو کورونو بې کوره دي.
رابطه کار سګریډ ګاګ د سه شنبې په ورځ ددغو بې کوره شوؤ خلکو شمېره ۱۹ لکه یاده کړې ده چې اتیا فیصدي جوړیږي.
هغه خان یونس سیمې نه د خلکو د وتلو په نوي امر اندېښنه ښکاره کړی ده.
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د غزې د خان یونس اؤ رفح د ځېنو سیمو د خالي کولو د امر له امله دوه نیم میلیونه خلک اغېرمن کیدای شي.
د غزې لپاره د ملګرو ملتونو رابطه کار سګریډ کاګ سلامتي کونسل ته ویلي" په غزې کې فلسطیني وګړي د مصیبتونو په یو ژور سمندر ور ډوب شوي، د هغوي کورنه تباره شوي دي، د هغوي ژوند تباه شوی دی"
هغه ویلي چې تر ۱۰ لکو زیات خلک یو ځل بیا بې کوره شوي دي چې له بې وسۍ د سرپناه اؤ حفاظت په لټون کې دي اؤ ۱۹ لکه خلک اوس هم په ټولې غزې کې بې کوره دي.
نوموړي ویلي د جګړې له امله نه یوازې یو سخت انساني ناورین رامنځته شوی بلکې دې د انساني مصایبو یو نوی توفان هم راپورته کړی.
هغه ویلي چې جګړه ځپلې پټۍ ته زړه پورې مرستې نه رسیږي اؤ د انساني تباهۍ نه د بچ کېدو لپاره د اوښتو نوې لاره په ځانګړې توګه د جنوبي غزې لپاره پرانستل ضروري ده.
کاګ وویل دغزې اؤ مصر تر منځ د رفح لاره باید سر دوباره پرانستل شي اؤ ددې تر څنګ یې د نړیوالې ټولنې نه د مرستو د فعالیتونو لپاره د نورو پنګو ورکولو غوښتنه هم وکړه.
د ایسوسي ایټډ پریس له مخې د اسرایل په نوي حکم کې دعوه شوې ده چې د حماس د وسله والو د یو وارې بیا منظم کېدو په اطلاعاتو به د غزې د نورو سیمو په څطر خان یونس کې هم کاروایي کولی شي.
سږکال په خان یونس کې د اسرایلي پوځ د کارروایۍ له امله ددغه ښار زیاتره برخه تباه شوې وه اؤ له دغې سیمې زیاره خلک رفح ته کډوال شوي وؤ خو په رفح کې هم هغوي د اسرایلي ځواکونو د عملیاتو سره مخ شول نو ځکه زیاتره خلک بېرته خان یونس ته ستانه شوي وؤ.
د اسرایل اؤ حماس دا جګړه د اووم اکتوبر نه پېل شوې چې حماس په اسرایل په زرګونو راکټ وورول اؤ په دغه بریدونو کې نزدې ۱۲ سوه کسان وژل شوي وؤ.
د غزې د صحت محکمې د شمیرو له مخې د اسرایل په ځوابي کارروایۍ کې تر دې دمه له ۳۷ زرو څخه زیات فلسطنیان وژل شوي دي.
( د دې رپورټ مواد د ای ایف پي اؤ ای پي څخه اخستل شوي)