وي او ای
د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د نهې،سې شنبې په ورځ يو شمېر قامونو په راتلونکي کې د ازاد فلسطين رياست د جوړېدو ملاتړ وکړو او دا په داسې وخت کيږې چې څو ورځې وړاندې د اسرايل وزير اعظم سخت دريځ خپل کړی او د دوه رياستونو جوړېدو يې سخت مخالفت کړی.
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انټونيو ګېټرېس امنيتي شورا ته وويل د دوو رياستونو د حل پرېکړې چې هر قسم او هر اړخ لخوا مخالفت به په کلکه رديږي.
ګېټرېس پوښتنه وکړه “متبادل بيا څه دی؟ د يو رياست حل به څنګه ليدل شي چې يو لوی شمېر فلسطينيان به پکې ژوند کوي او نه به يې د ازادۍ اصلي تصور په زړه کې وي، نه به يې حقونه وي او نه احترام. دا د منلو نه ده”.
دا غټه غونډه په امنيتي شورا کې په کال کې څلور ځله راجوړيږي چې د منځني ختيځ په شخړه بحث وکړي او د ملګرو ملتونو ټولو غړو ته پکې د ګډون بلنه وي. د پنځوستو هېوادونو نه زياتو غړو د وينا تابيا کړې وه او ډېرو هېوادونو ورته خپل د خارجه چارو وزيران لېږلي وو.
د شخړې د حل په اجله توګه ضرورت د اسرايل او حماس ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې راپورته شوی چې پکې د 25,000 نه زيات فلسطينيان او 1200 اسرايليان او نور خارجيان وژلي شوي.
ټول په ټوله جنګ ګټل
د اسرايل وزير اعظم بينيامين نتن ياهو وايي هغه د حماس ډلې خلاف په جنګ کې ټول په ټوله بری غواړي چې د اووم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملو وروستو روان شوی دی.
په تل ابيب کې د تېر زيارت په ورځ په خبري کانفرنس کې هغه د راتلونکي فلسطيني رياست د جوړېدو نه په شا شوی دی.
هغه وويل “زه دا په ډاګه کوم چې په راتلونکي کې هر څه انتظام وي که هغه د لوظنامې د لاندې وي او که د لوظنامې د لاندې نه وي د اردن د سند نه غرب پله ټوله زمکه به د اسرايل په امنيتي ولقه کې وي. دا يو ضروري شرط دی”. دا زمکه غربي غاړه او غزه احاطه کوي. “دا د ازادۍ د اصولو سره جنګ دی خو څوک څه کولی شي”.
په امنيتي شورا کې د نهې په ورځ د فلسطين وزير خارجه رياض الماليکي دغه وينا رد کړه او ويې ويل دا وخت دی چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين رياست تسليم کړل شي.
هغه وويل “مونږ ته 75 کاله وړاندې ملګرو ملتونو ته د اسرايل په داخيلېدو د ويټو د حق اختيار رانکړل شو او اسرايل د ويټو د حق دا اختيار د فلسطين رياست د داخيلېدو خلاف 75 کاله پس هم نه لري”.
يو شمېر عرب او مسلمان هېوادونو د يو نړيوال کانفرنس راجوړولو ملاتړ اعلان کړو او دغسې د روس وزير خارجه هم وکړل.
سرګي لاوروف کونسل ته وويل “د دې کانفرنس مقصد به دا شي چې فلسطيني رياست ومنل شي، دا به د اسرايل د راتلونکي امنيت پخلی وکړي او د عرب او نورو مسلمان رياستونو سره د اسرايل تعلقات قرارۍ ته بوځي”.
امريکا د دوو رياستونو د حل د نظريې ملاتړ کوي چې ګڼي دا د اسرايليانو او فلسطينيانو ترمنځ د امن او ثبات يواځينۍ لاره ده.
د امريکا د ولسي حقونو، جمهوريت او بشري حقونو د څانګې معاون سيکرټري غذرا ضيا ويلي “دا راتلونکی مرام حاصلول به اسرايلي او فلسطيني خلکو او د دوی مشران دې ته اړباسي چې ګرانې پرېکړې وکړي”.