متحده قومونو د احتجاج کونکو په ضد د ایران د ګامونو غندنه کړې

د متحده قومونو د بشري حقونو د ادارې ویانده روينه شمداساني ویلی چې د حالاتو د څار غېر دولتي‌ ادارې د مړه شوو کسانو شمار زیات ښښي

د متحده قومونو د انساني حقونو څانګې د حجاب په سر په ایران کې د یوې ښځې د مرګ وروسته مظاهرو کې د احتجاج کونکو خلاف د ایران د ګامونو غندنه کړې ده.

د سېپټمبر په دیارلسمه نېټه د پولیس په حراست کې د دوویشت کلنې مهسا اميني د مرګ وروسته د ایران په دیارلسو صوبو کې احتجاجونه شروع شول.

د مناسب حجاب نه کولو په تور کې ونیوله او بیا هم په حراست کې مړه شوه.

د بشري حقونو د پاره د ملګرو ملتونو د ادارې دفتر وېلی دي چې په احتجاجونو کې د وژلو شوو، نیول شوو او د ژوبل کسانو شمېره ترلاسه کول ګرانه ده ځکه چې د مواصلاتو نظام د بندیزونو سره مخ دی.

د ایران سرکاري ميډیا د وژل شوو کسانو شمار یو څلوېښت یادوي.

د متحده قومونو د بشري حقونو د ادارې ویانده روينه شمداساني ویلی چې د حالاتو د څار غېر دولتي‌ ادارې د مړه شوو کسانو شمار زیات ښښي.

شمداساني واېي چې یوې باوري سرچينې د مړه شوو کسانو شمار شپږ اوویا ښودلی دی. په دې کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. دا زیاتوي چې د ايران په یولس صوبو کې په سوونو کسان ژوبل شوی دي.

شمداساني وېلی دي چې د احتجاج کونکو خلاف غېرضروري او نامناسبه د طاقت استعمال او د ایران د مشرانو د خوا د احتجاج کونکو د سپکولو وېناوو باندې انتهاېي تشويش لري. دې زیاته کړی ده چې یواځې د خلکو د ګډوډولو د پاره وسله نه دي کارول پکار. خو که د چا ژوند ته خطره وي نو په هغه صورت کې استعمالېدلی شي.

د بشري حقونو د محافظينو، وکيلانو، د مدني ټولنې د فعالينو او لږ تر لږه د اتلسو خبریالانو په شمول د سوونو کسانو د نیولو خبرونه رامخې ته شوی دي.

شمداساني وېلی دي چې ښځې د حجاب اچولو خلاف د څلورو لسيزو راهسې احتجاجونه کوي خو د پوليس د خوا د اميني د ممکنه وهلو او بیا د دې مړينه اخري ګام وو. شمداساني زیاته کړه چې دا ځل د ایران لر او بر کې د ژوند دهرې طبقې نه خلک د اميني په حق کې راوتلی دي.‌

شمداساني‌ وويل چې د ښځو د حقونو د تحفظ فعالين چې د حجاب خلاف احتجاج کونکي یا د دې د ختمولو د پاره د ګامونو پورته کولو غوښتونکي د کلونو راهسې د زور زیاتې، وهلو ډبولو او قېد سره مخ شوی دي. داسې ډېېرې ښځې په حراست کې ساتلی شوی دي، په چا چې د حجاب سره تړلي تورونه لګولی شوی دي.

د ایران پوليس په حراست کې د امیني د وهلو تورونه ردوي.

شمداساني وویل چې د اميني مړينې ته د مناسب عکس العمل نه ښودل او د خلکو لارو ته په لویه شمېره کې احتجاج ته د راوتلو او دې سره سره د رابطو لارې تړل د ایران په ټولنه ژور اثرات رامخې ته کولی شي.

د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ادارې دفتر د ایران د چارواکو حالاتو ته پام کولو غوښتنه کړی ده. شمداساني د پلتنو غوښتنه کوي،‌ او غواړي چې د خلکو د احتجاج او رای ته احترام وښودل شي. دې وېلی دي چې حکومت دې د احتجاج کونکو د سپکولو په ځای دوي ته غوږ کښېږدي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي