ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ په یو رپورټ کې ویلي چې افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت یا کرهنه 19 فیصدي سیوا شوې ده.
د کوکنارو په کښت کې دا اضافه د طالبانو د حکومت له لوري په کوکنارو په کر د لګول شوي بندیز په دویم کال مخې ته راغلې ده خو رپورټ کې ویل شوي چې دا کښت اوس هم د بندیز نه وړاندې د کرل کېدونکو کوکنارو د کچې نه ډیر کم دی.
د مخدره موادو اؤ جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د ادارې( UNODC) د رپورټ له مخې په کال 2023م کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کې 95 فیصدي کمی شوی ؤ اؤ وایي چې تر دې وړاندې تر اوږدې مودې په نړۍ کې د هیروینو لپاره تر ټولو زیات خام مواد د افغانستان څخه تلل.
طالبانو په دویم د افغانستان په اقتدار له قبضې کولو وروسته په اپریل کال 2022م کې په افغانستان کې د کوکنارو په کر بندیز لګولی ؤ چې د هغې له امله د اپیمو پیداوار کې زیات کمی شوی ؤ.
د ملګرو ملتونو په سروې کې د شورو په ورځ ویل شوي چې د طالبانو لخوا په کوکنارو لګول شوی بندیز اوس هم تر ډيره حده موثر دی. "په کال 2024م کې 12,800 ایکړه ځمکه کوکنار کرل شوي وؤ چې دا په کال 2023م کې د کرل شوؤ کوکنارو په پرتله 19 فیصدي زیات دي خو ددې زیاتوالي باوجود د کوکنارو کر اوس هم د بندیز له وخت مخې ډیر په ټيټه کچه دی."
سروې کې ویل شوي چې په کال 2022م کې په افغانستان کې په 232,000 ایکړه ځمکه کوکنار کرل شوي وؤ.
رپورټ وایي چې "سږکال افغانستان کې د کوکنارو په کرهنه کې جغرافیايي بدلون هم لیدل شوی دی اؤ جنوب لویدیځ افغانستان په روایتي توګه د کوکنارو د کروندې مرکز پاتې شوی دی، سږکال 59 فیصدي کوکنار په شمال ختیځو ولایتونو کې کرل شوي دي."
سروې کې ویل شوي چې په کال 2024 کې د اوچو اپیمو نرخونو کې اضافه رامنځته شوې اؤ د یو کلو اپیمو بیه 730 ډالر ده ، دا نرخ د بندیز د وخت نه مخکې په 100ډالر د یو کلو اپيمو د بیعې نه څو چنده لوړه ده.
د ملګرو ملتونو رپورټ کې ویل شوي چې سږکال په شمال ختیځو ولایتونو کې چې د ترکمنستان،ازبکستان اؤ تاجکستان سره پولې لري د کوکنارو کښت کې 381 فیصدي اضافه شوې ده اؤ دا کښت 7,563 ایکړه ته رسیدلی دی چې د جنوب لویدیځو صوبو د کرل شوې ځمکې نه څلور برخې زیاته ده.
رپورټ زیاتوي چې شمال ختیځ کې زیاتره د کوکنارو پېداوار په بدخشان کې شوی ؤ چې یو غرییز ولایت دی اؤ د چین، پاکستان اؤ تاجکستان سره نړیوال سرحد بیلوي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې افغاني کرونده ګر چې جګړو اؤ غریبۍ سره مخ دي دایمي اقتصادي فرصتونو ته سخته اړتیا لري تر څو هغوي پخپلو پښو ودریږي اؤ د کوکنارو په کرونده انحصار یا تکیه کمه کړي.