صدر حامد کرزي ویلي افغانستان امریکا او نیټو ته د کال ٢٠١۴ ورسته په خپله خاؤره نهه پوځي مرکزونه ورکولو ته تیار دی خو امریکا باید جنگ ځپلې هیواد کې د امن د پاره کوششونه گړندې کړي.
د کابل یونیورسټۍ په یوه غونډه کې د وینا په مهال ښاغلي کرزي وویل کال ٢٠١۴ کې افغانستان نه د امریکائي جنگي دستو وتلو ورسته امریکا غواړي چې د هیواد په ختیز، لویدیز، شمال، جنوب او مرکزي سیمو کې نهه پوځي اډې ولري او افغانستان دغه غوښتنې سره موافق دی.
صدر کرزي وویل دغه نهه پوځې مرکزونه به جلال اباد، کابل، مزار، گردیز، هرات، شین ډنډ، قندهار، باگرام او هلمند کې وي.
خو افغان صدر زیاته کړه امریکا باید افغانستان کې د امن د پاره خپلې هلې ځلې گړندۍ کړي او افغانستان کې د امنیت او اقتصادي پرمختگ دپاره مرسته ووکړي.
افغان او امریکائي چارواکو تیر کال افغانستان کې د ٢٠١۴ م ورسته د یو شمیر امریکائي ځواکونو پرځائې کولو د پاره د یو انتظامي چوکاټ جوړولو او مهاهده ترلاسه کولو په غرض خبرې اترې شورو کړې دي. خو امریکې لا دا نه ده واضحه کړې چې په څومره شمیره کې به امریکائي ځواکونه د کال ٢٠١۴ م ورسته افغانستان کې موجودگي ولری.
ځېنې رپورټونه وايي ممکنه ده امریکا به تر ١٠٠٠٠ ؤ پورې عسکر افغانستان کې پرځائې کړي.
بلخوا، د سپینې ماڼۍ ترجمان جی کارني د زیارت په ورځ ویلي امریکائي عسکر به افغانستان کې یواځې د افغانانو په بلنه هیواد کې پاتې کیږي او دا چې امریکا افغانستان کې دائمي پوځي اډې نه قائمول غواړي.
جی کارني ویلي د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې د امریکائي ځواکونو د شتون غرض به د افغان ځواکونو تربیه او د القاعده د باقیاتو نوغي ویستل وي.
کابل کې د افغان صدر د وینا تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال نصیر احمد کاکړ رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5