زلمی خلیلزاد وايي افغان حکومت او طالبان باید د ترهګرۍ په ضد په شریکه کار وکړي

  • ایاز گل

زلمي خلیلزاد د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په قطر کې د طالبانو سره د امریکې په نمایندګۍ د امن معاهده لاس لیک کړې ده چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا او د افغان حکومت او طالبانو په شمول بین الافغان مذاکراتو دپاره لاره هواره وي

په افغانستان کې د امن دپاره د امرېکې استازي زلمي خلیلزاد ویلي افغان حکومت او طالبان په کابل کې د ماشومانو په هسپتال او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو حملو کې ککړ خلک انصاف ته په راکښ کوولو کې همکاري وکړي.

په افغان حکومت او طالبانو د زلمي خلیلزاد د دغه غږ نه یوه ورځ وروسته، د زیارت پنجشنبې، په ورځ طالبانو د افغانستان پکتیا ولایت په مرکز ګردیزښار کې د دفاع وزارت د تاسیساتو ساتنې په مرکز د ځانمرګی حملې زمه واري ومنله. د افغان مامورینو په وینا په بم چاودنه کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل کې د ماشومانو په یو روغتون اؤ ننګرهار کې په یوه جنازه شوؤ بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي اؤ له دې بریدونو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني خپلو ځواکونو ته په طالبانو د بریدونو امر کړی دی. او طالبانو ویلي دوی جګړې ته تیار دي.

په خپل ټویټ کې زلمي خلیلزاد وویل افغان حکومت او طالبانو ته پکار ده چې د "شریک دښمن" خلاف او د قامي امن دپاره کار وکړي. "د داسې یو ګډ دښمن په ضد چې دا ډول جنایتونه ترسره کړي او د کوید-۱۹ د محدولو لپاره، د طالبانو او افغان حکومت هکاري اړینه ده. پدې کې پاتې راتلل به افغانستان د ترهګۍ، پرله پسې بې ثباتۍ او اقتصادي ناخوالو په وړاندې بې زیان منونکو پردي. اوس د سولې په لور د پرمخ تللو مهال دی."

زلمي خلیلزاد د کابل او د ننګرهار د حملو غندنه وکړه. "په افغانستان کې د مېندو، زیږدولو او نازیږیدلو ماشومانو په ضد ننی نه بیانیدونکی تاوتریخوالی او دغه راز د جنازی په مراسمو کې برید، سختی کړغیړنې کړنې دي."

افغان مامورینو د کابل او ننګرهار په حملو کې ۵۶ کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی. داعش وسله والې ډلې وویل د داعش خراسان څانګې په ننګرهار کې د پولیس افسر په جنازه د برید مسولیت منلی دی. خو د کابل په هسپتال حمله چا نه ده منلې.

د طبي امداد نړیوالې ادارې اېم اېس اېف چې د کابل د هسپتال انتظام یې لاس کې دی، د حملې غندنه یې وکړه. ادارې وویل په داسې مهال چې په هسپتال د حملې جګړه روانه وه یوې مېرمن زیږون وکړو او دواړه روغ دي.

زلمي خلیلزاد د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په قطر کې د طالبانو سره د امریکې په نمایندګۍ د امن معاهده لاس لیک کړې ده چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا او د افغان حکومت او طالبانو په شمول بین الافغان مذاکراتو دپاره لاره هواره وي.

خو د لوظنامې وروسته په افغانستان کې په تشدد کې اضافه شوي ده او افغان صدر اشرف غني د نهې، سه شنبې، په ورځ په طالبانو په تازه حملو کې ککړتیا الزام ولګوولو.

اشرف غني افغا ځواکونو ته د طالبانو او نور ترهګر ډلو په ضد د عملیاتو امر وکړو. په ځواب کې طالبانو ویلي دوی جګړې ته تیار دي.

د افغان صدر د خبرو نه څو ګنټې وروسته د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په افغانستان کې د ورستي تشدد غندنه وکړه خو د طالبان خلاف د عملیاتو د افغان صدر امر یې تاید نکړو.

مایک پامپېیو وویل دا خبره یې پام کې نیولې چې طالبانو د دواړو حملو غندنه کړې ده. هغه د افغان سولې بهیر په وړاندې د بوتلو غږ وکړو.

څیرونکي وايي امریکا د افغانستان څخه خپل ځواکونه ویستل او جنګ ختمول غواړي.

په کابل کې میشته د سیاسي چارو څیرونکی نادر جلالي وايي طالبانو سره د معاهدې نه وروسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو په ضد د عملیاتو ملاتړ نه کوي او د لوظنامې وروسته د امریکايي ځواکونو په مشرۍ کې د طالبانو خلاف عملیات کم شوي دي.