جيمزډابنز:پاکستان افغانستان کې سولې دپاره خپل ملاتړ سيواکړى

دواشنگټن فارن پريس سنټر کې ديو بريفنگ په مهال پاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکا ځانگړي استازي وئيلي دي دپاکستان نوى حکومت اؤ امريکائي انتظاميه دواړه يو بل سره په شريکه په امنيتي اؤ اقتصادي معاملو کار کولو ته ليواله دي

دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډابنز منلې ده چې دتيرو شپږو مياشتو راهسې اسلام اباد افغانستان کې دجوړجاړي اؤ امن دعمل لپاره خپل ملاتړ کې اضافه راوستې ده.
دامريکا ځانگړي استازي دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره مياشت اسلام اباد ته دافغانستان صدر حامد کرزي يوه مهمه دوره کړې وه اؤ پاکستان څخه يې افغان امن عمل کې دپرمختگ لپاره دافغان طالب بنديانو دخوشې کولوغوښتنه کړې وه.
دصدر کرزي ددغه دورې وروستو پاکستان دمنصوردادالله پشمول ٧ افغان طالب بنديان خوشې کړي وؤ اؤ تيره ورځ دبهرنو چارو په اړه دپاپکستان د وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي وؤ چې روانه اوونۍ کې به دطالبانو پخوانى دوهم لوړپوړى مشرملا عبدالغني برادر هم خوشې کړل شي.
پاکستان دريځ لري چې ددغو افغان طالب بنديانو دخوشې کولو مقصد افغانستان کې دجوړجاړي دعمل پرمختگ دى.
دواشنگټن فارن پريس سنټر کې ديو بريفنگ په مهال پاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکا ځانگړي استازي وئيلي دي دپاکستان نوى حکومت اؤ امريکائي انتظاميه دواړه يو بل سره په شريکه په امنيتي اؤ اقتصادي معاملو کار کولو ته ليواله دي.
جيمز ډوبنز دپاکستاني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف اؤ هندوستاني وزيراعظم منموهن سنگهـ ترمينځ نيويارک کې دروانې مياشتې پايې کې دټاکل شوې ليدنې هرکلى وکړو اؤ وې وئيل دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دښو اړيکو سره به افغانستان کې ثبات رامينځته کيدو کې مرسته وشي.
هغه وويل دنوي پاکستاني حکومت اؤ واشنگټن ترمينځ اړيکې ښې دي اؤ دامريکا خارجه وزير جان کيري اؤ وزيراعظم شريف ديو بل خبرې ته ارزښت ورکوي.
ځانگړي استازي وويل دا واضحه ده چې پاکستان کې يو داسې حکومت موجود دى چې داولس ورکړل شوى مينډيټ لري، پارليمان کې يې اکثريت دى اؤ د امنيتي اؤ اقتصادي ايجنډې سره مخ په وړاندې دتللو اراده لري
ديوې پوښتنې په ځواب کې ډوبنز وويل امريکا دپاکستان له لوري پاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو عمل کې نيغ په نيغه ککړه نۀ ده ، خو دواړو هيوادونو په دغه معامله يو بل سره خبرې کړي.
هغه دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دنيغ په نيغه مذاکراتو په حواله دپاکستان دکردار اعتراف وکړو اؤ وې وئيل پاکستان دتيرو شپږو مياشتو په مهال دافغانستان دجوړجاړي دعمل لپاره خپل عملي ملاتړ کې اضافه کړې ده اؤدجوړجاړي ددغه عمل دبرخې جوړيدو لپاره يې په افغان طالبانو هم ټينگار کړى
هغه وويل امريکا هم ددغه عمل لپاره هڅې کوي اؤ خواهش لري چې دطالبانو اؤ افغانستان دامنيتي شورا ترمينځ دمذاکراتو لپاره دوحه ديو پليټ فارم کار وکړي.
کله چې دهغه څخه داسلام اباد له لوري دپاکستاني طالبانو دتحريک سره دمذاکراتو شروع کولو دفيصلې په اړه پوښتننه وشوه نو هغه وويل امريکا په دغه لړ کې کوم نيغ په نيغه کردار نۀ لري.
امريکائي استازي وويل پاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو فيصله اوس اوس اسلام اباد کې ترسره شوي ال پارټيز کانفرنس کې شوې اؤ هغه په دغه معامله پاکستاني حکومت سره خبرې هم کړي اؤ زياته يې کړه دا داسې معامله نۀ ده چې پکې امريکا نيغ په نيغه لاس ولري لکه څنگه چې امريکا افغانستان کې دامن دبحالۍ دعمل برخه ده.