امريکې په متحده قومونو کې په اسرایل د تنقید د بیان حمایت کړی

په وېسټ بېنک کې د یهودیانو د اېلي نومې ابادۍ د فضا نه اخیستل شوی تصویر

د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا د اسرایل په دې اعلان تويش څرګند کړی دی چې یهودیانو دپاره به نوي کورونه جوړوي او نهه غیرقانوني ابادیو ته به قانوني شکل ورکوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په تېرو شپږو کلونو کې دا لومړی ځل دي چې د ۱۵ غړو سېکیورټي کاونسل د ګل، دوشنبې، په ورځ د یهودیانو په ابادیو د خپلې رای اظهار وکړو او دې وجه زیاتره د امریکي د ويټو اختیار دی چې په روایتي توګه په متحده قومونو کې د اسرایل دفاع کوي.

سېکیورټي کاونسل د خپلې رای اظهار په داسې حال کې هم کړی دی چې د اسرایل او فلسطينیانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې اضافه شوي ده او د سږ کال د شروع کېدو راهسې په تشدد کې ۴۷ فلسطینیان او ۱۰ اسرایلیان وژل شوي دي.

متحده قومونو دپاره د امریکي سفیرې لېڼدا تامس ګرين فیلډ وویل مونږ په کلکه د اسرایل د دې اعلان مخالفت کوو چې د زرګونو په شمېره کې کورونه به جوړي.

ګرین فيلډ وویل اسرایل د دې اعلان هم په کلکه مخالفت کوي چې په وېسټ بېنک کې جوړ هغه کورونو ته به قانوني شکل ورکوي چې هم د اسرایل د قانون لاندې غیر قانوني بلل شوي وو.

امریکايي استازي وویل دا یو اړخیزه اقدامات تاوتریخوالی زیاتوي، د فریقېنو ترمنځ اعتماد ته زیان رسوي، د مذاکراتو دلارې د دوو ریاستونو د حل امکانات کمزوري کوي. امریکا د دې ګامونو ملاتړ نه کوي.

د امریکايي بیان نه وړاندې سفارتي هلې ځلې شوې وې چې پکې داسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس سره د امریکي د خارجه وزیر اېنټي بلېنکن په ټېلې فون خبرې هم شاملې دي.

متحده قومونو دپاره فلسطيني استازي ریاض منصور خبريالانو ته وویل دا حقیقت چې یو خوا ته متحد محاذ دی او بل طرف یوازې دی په سم لوري صحیح قدم دی.

اسرایلي سفیر ګېلاد ارډان وویل دا غونډه اسرایل د غندنې دپاره شروع کړې شوې وه په دې غرض چې د جوړو کورونه دپاره يې اجازت نامې جاري کړې دي.

اسرایلي سفیر وویل د ملک دننه د اسرایل د کورونو په اجازت نامو خو په نړیواله کچه تشویش راپارېدلی دی خو د یهودي ماشومانو په وژل کېدو خاموشي ده. دا د بې حرمتۍ خبره ده.

امریکايي سفیرې وویل واشنګټن د سيکورټي کاونسل د صدارتي ملاتړ کوي ځکه چې دا په داسې مسلو د سېکیورټي کاونسل د هم اهنګۍ څرګندونه کوي.

د دې نه مخکې سېکیورټي کاونسل په ۲۰۱۶ کې قرارداد نمبر ۲۳۳۴ د رایو په اتفاق منظور کړو. امریکې د دغه قرارداد نه مخالفت او نه هم حمایت کړی وی.

د ۲۰۱۶ په قرارداد نمبر ۲۳۳۴ کې سېکیورټي کاونسل ویلي وو چې اسرایلي ابادیانې د نړیوال قانونو خلاف ورزي ده او د کال ۱۹۶۷ راهسې د مشرقي یروشلم په شمول د فلسطین په مقبوضه علاقو کې دې د یهودیانو د نویو کورونو عمل دې په سمدستي او مکمله توګه ودرول شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د متحده قومونو په بیان کې د اسرایل ترڅنګ فلسطينيانو دپاره د جدا ریاست د قیام حمایت وشو. بیان وویل د اسرایل ابادي کاري فلسطينیانو دپاره د جدا ریاست د جوړیدو امکان د خطر سره مخامخ کوي.

سیکورټي کاونسل د امن او دا غوښتنه یې وکړه چې د مشرقي یروشلم تاریخي حېثیت دې برقرار وساتل شي. د سېکیورټي کاونسل ځینو غړو تشویش څرګند کړو چې سږ کال د روژې میاشت او د یهودیانو مذهبي دستوره پاس اور او اېسټر به یو ځای وي او ممکنه ده چې تشدد وشي.

د وي او ای رپورټ وايي سېکیورټي کاونسل په لومړي ځل د داسې ډول ژبې په استعمال وویل چې د تعصب، عدم برداشت او د کرکې په وېنا تشویش څرګندوي چې بنیاد يې په نسل پرستۍ یا د اسلام، یهودیت او یا د عیسایت نه په کرکه وي او هدف یې نور قومونه وي.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر د ګل، دوشنبې، په ورځ د صدر جوبایډن حکومت ته وویل چې اسرایل به په وېسټ نورو غیرقانوني ابادیو ته اجازت نه ورکوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر او د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي