د امریکې په کانګرس د حملې د کال پوره کېدو په موقع به صدر بایډن قام ته وېنا کوي

صدر بایډن او نایب صدر کاملا هېرېس

د امريکا ولسمشر جو بايډن به د زيارت، پنجشنبې، په ورځ ولس ته وينا کوي چې يو کال مخکې په کانګرس د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پلويانو د حملې په تاريخي اهميت رڼا اچوي.

صدر بایډن به په کانګرس د حملې د کلیزې په مناسبت دغه تقریر د کانګرس د ودانۍ د سټېټوټري هال یا د قانون نومې تالار نه کوي او نایب صدر کاملا هېرېس به یې هم ترڅنګ موجوده وي.

د وايټ هاوس وياندې جېن ساکي يو بريفنګ ته ويلي “ولسمشر به د پېښې په حقله ريښتيا ريښتيا وايي. هغه دروغ نه چې ځينې خلکو خواره کړه چې هم يې د قانون بالادستۍ او جمهوري نظام ته خطر جوړ کړو”.

اغلې ساکي وايي “دا ورځ به د قانون نافذ کونکو هغه ښځو نرو اتلانو د ستاينې ورځ هم وي چې په شپږمه جنورۍ د ايين دفاع وکړه او يواځې کيپيټل هېل يې واستلو بلکې هغه خلکو ژوند يې هم وژغورو چې د حملې په وخت په ياد وداني کې موجود وو”.

هغه وايي “دا هم د دوی کوښښونه وو چې جمهوريت د هجوم يرغل وتمبولو او اخر کانګرس د 150 ميلينه خلکو د ووټ قدر بحال کړو چې په تېر انتخابونو کې يې د ولسمشرۍ د پاره رای ورکړې وې”.

د ټرمپ پلويانو د کانګرس په ودانۍ په داسې وخت کې يرغل کړی و چې د کانګرس غړو د انتخابونو د نتيجو په رسمي ډول منظوري ورکوله.

ډانلډ ټرمپ

پوليس په دومره شمار کې نه وو موجود چې د حمله کونکو مخه يې نيولی وی چا چې په وداني کې ورانی وکړو، کړکۍ يې ماتې کړې د او کانګرس غړي يې دې ته اړباسل چې د ځان بچ کولو د پاره محفوظ طرف ته وتښتي.

څو ساعته وروستو فيډرل ايجنسيانې او پوځ راوغوښتل شو چې حالات قابو کړي او د کيپيټل هېل کنټرول بيرته واخلي او د کانګرس غړو ته دا موقع برابر کړي چې هغوی خپل کار پوره کړي او د ولسمشر جو بايډن د ګټې اعلان وکړي.

د وي او ای رپورټ وايي په کانګرس د یرغل په مهال د ټرمپ څلور پلويان مړه شوي او يو پوليس افسر د پېښې په سباله مړ شوی و. په درځنونو پوليس واله پکې ټپيان شوي وو او د يرغل وروستو بيا په څو مياشتو کې څلور نورو پوليس واله ځان وژنه کړې وه.

بلخوا ټرمپ هم د زيارت، پنجشبنې، په ورځ په فلوريډا کې مطبوعاتي کانفرنس جوړ کړی و خو اوس ترې په شا شوی دی.

په يو بيان کې ټرمپ دا دعوې تکرار کړي چې د 2020 انتخابات هغه ګټلي. هغه وویل هغه به د جنورۍ په 15 نېټه په اېریزوزنه ریاست کې په یو شمېر اهمو موضوعاتو خبرې کوي.

د يونيورسټي اف ريچمنډ سکول اف لا پروفير کارل ټوبييس ای ايف پي ته د حالاتو واقعاتو په اړه ويلي د ټرمپ کېمپين د امريکا په تاريخ مثال نه لري.

هغه وايي “هيڅ بل ولسمشر داسې کار نه دی کړی چې خپل راتلونکی ځای ناست او جمهوري عمل دومره بې قدره کړي.

د پبلک نه اخستل شوې رای ښايي د ريپبلېکن ګوند نزدې 70% پلويان په دې باور دي ولسمشر بايډن انتخابونه په قانوني طريقه نه دي ګټلي.

د بايډن ګټه په دريم نومبر 2020 هغه وخت اعلان شوه چې کله يې د ايلېکټورل کالج 306 ووټونه واخستل چې په مقابل کې ټرمپ 232 ووټونه اخسلي وو.

فيډرل او ايلاتي اليکشن افسرانو او د ټرمپ خپل اټارني جنرل ويلي انتخابونه راڼه او د ټګۍ ټورۍ نه پاک وو.