امریکايي سفارتکارې وېکټوریا نیولېنډ د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جېلاني سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان دې اینده انتخابات په وخت او په منصفانه ډول وکړي.
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترمخه، نولېنډ د نهې، سه شنبې، په ورځ جېلاني سره په ټېلې فون خبرې وکړې.
د بیان ترمخه، دواړو چارواکو د پاکستان د قوانینو سره سم، په وخت، په بې طرفه او منصفانه ډول د انتخاباتو په اهمیت بحث وکړو.
سټېټ ډپارټمنټ وویل نولېنډ او جېلاني د پاکستان په اقتصادي په ثبات او د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د پاکستان دوامداره ښکلېتیا په موضوع هم خبرې وکړې.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان چې تېر کال پارلېمنټ د عدم اعتماد د تحریک په زریعه د اقتدار نه لرې کړی، ويلي هغه د امریکې په مبینه سازش د حکومت نه وېستل شوی دی.
امریکايي او د پاکستان پوځ د عمران خان دغه خبره ردوي.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، په ټېلې فون خبرو کې نولېنډ او جېللاني د عمران خان ذکر نه دی کړی.
عمران خان د کرپشن په سزا جېل کې دی او د انتخاباتو دپاره نا اهل ټاکل شوی دی.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ چې د اګست په میاشت کې يې سوګند پورته کړی، د اینده انتخاباتو د انتظام ذمه واري ور په غاړه ده.
روېټرز خبري اداره وايي نوي انتخابات چې د نومبر په میاشت کې کېدونکي دي، ممکنه ده چې د نوو حلقه بندیانو له امله وځنډېږي.
د رپورټ ترمخه، د پاکستان الېکشن کمېشن د دې میاشت په شروع کې وویل چې د تازه سرشمېرنې یا د مردم شمارۍ په بنیاد د نویو انتخابي حلقو جوړولو کار ته به د ډسمبر د ۱۴ نېټې پورې حتمي شکل ورکړی شي او د دې نه پس به کمېشن د انتخاباتو د نېټې تصدیق وکړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي