د امریکې د کانګرس ودانۍ سره نژدې دوه پولیس افسران زخميان شوي 

ای پي وايي د کانګرس سره نژدې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په ودانۍ د احتجاج کوونکو د یرغل وروسته د کانګرس نه بهر لګول شوی عارضي حصار لرې کړی شوی دی. د حصار له امله موټرې د ودانۍ سره نژدې نه شوې تللی

په واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ سره نژدې امنیتي پاټک سره د جمعې په ورځ د یو موټر د ټکر کېدو له امله دوه پولیس افسران زخميان شوي او چارواکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته ویلي د موټر ډرایور په ډزو ویشتل شوی او په زخمي حالت کې هسپتال ته منتقل کړی شوی دی.

د کانګرس د امنیت دپاره د پولیس خصوصي څانګې کېپېټل پولیس مامورینو وویل دغه پېښه د کانګرس ودانۍ سره نژدې شمال لورې ته په چېک پوسټ رامنځته شوه.

پولیس وویل چا پولیس سره خپل موټر ټکر کړو او مشکوک تن نیول شوی دی.

چارواکوي ای پي خبري ادارې ته وویل مشکوک تن د وېشتل کېدو وروسته په سخت زخمي حالت کې هسپتال ته منتقل کړی شوی دی.

یو زخمي شوی پولیس افسر هم د پولیس په موټر کې او دویم افسر طبي عملې په خپل موټر کې د درملنې دپاره هسپتال ته بوتلو. د پېښې په مهال د کانګرس ودانۍ وتړل شوه او چا نه د بهر او نه د دننه تګ اجازت و.

ای پي وايي د کانګرس سره نژدې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په ودانۍ د احتجاج کوونکو د یرغل وروسته د کانګرس نه بهر لګول شوی عارضي حصار لرې کړی شوی دی. د حصار له امله موټرې د ودانۍ سره نژدې نه شوې تللی.