د ۱۹۷۰مې په لسيزه کې چې "کنکورډ" نومې جهاز جوړ شو نو ورته ته د ټېکنالوجۍ په مېدان کې لويه معجزه وويل شوه.
کنکورډ چې اېنګلېنډ او فرانس په ګډه جوړ کړی و، رفتار يې د آواز د رفتار نه دوه چنده زيات و او په بحراوقيانوس دپاسه سفر يې نيم په نيمه راکم کړو. د بحراوقيانوس دپاسه د مسافرو عام جهازونو پرواز د شپږو نه تر اووه ګنټې وخت اخلي.
کنکورډ جهازونه په کال ۲۰۰۳ کې د مالي خسارې او د تندر په شان د آواز لکبله بند کړل شوو خو تراوسه یې بل کوم جهاز ځای نه دی نیولی.
د امريکې يوناېټېډ اېرلاېنز په کولوراډو رياست ډېنور ښار کې د خلايي کمپنۍ بوم سپرسانک نه د ۱۵ سپرسانک جهازونو اخېستلو سودا کړې ده.
د بوم کمپنۍ جوړ اورچر نومې سپرسانک جهاز به هم د بحراوقيانوس يا اټلانټک سمندر دپاسه سفر د نورو جهازونو په نسبت په نيم وخت کې کوي او د دغې کمپنۍ چارواکي وايي د الوت خرڅ به يې هم کم وي.
بلېک سکال د بوم سپرسونک کمپنۍ مشر دی، وايي" مونږه خپل جهازونه په کميپوټري طريقو داسې ډيزاين کړي چې د انجن پاېپونو ته هوا ډېره په ورو ورداخليږي او داسې مونږه جېټ انجن په يو نوي انداز سره بېرته جوړ کړی چې مصرف به يې د عامو جهازونو نه کم، او ټکټونه به يې ارزان وي".
ماېکل لېس سکېنن د يوناېټېډ اېرلاين مشر دی،"کنکورډ په دې وجه نه و ناکامه شوی چې څه تېکنيکي ستونزه يې لرله، بلکه د زياتې خرچې لکبله ناکامه شوی و، زمونږه دا خيال دی چې د دې جهازونو خرچه به د کونکارډ نه ۷۵٪ کمه وي.
اورچر جهازونه به ۱۰۰٪ په ارزان بيعه تېلو الوځي.
د بوم سپر سانک مشر بلېک سکال وايي،
"د دې مطلب دا شو چې دا سپرسونک الوتنې به ۱۰۰٪ د کاربن د اخراج نه پاکې وي، مونږه به په پوره کاميابۍ سره کاربن د هوا نه اخلو، او هغه به د جهاز د تېلو په ځاېې کاره وو، او بيا به يې په هوا کې خوشې کو،د چرته نه چې مو دغه کاربن اخستی و،
سپرسانک پروازونه د ټېکنالوجۍ يوه لويه بريا ګڼل کېږي او کمپنۍ وايي، د دې بنيادي مقصد د خلکو وخت بچ کول دي.
بلېک سکال وايي،" آخيري خبره د ځمکې دخلکو ده چې ارزښت لري، دا نه چې په آسمان کې څه کېږي"
د نوموړي اشاره خلايي کاربن او شور ته وه چې ځينې څيړونکې پرې نيوکې کوي
بوم کمپني به د دې لسيزې تر آخېره يوناېېټېډ اېرلاين ته اورچر سپرسانک جهازونه ورکوي.