شمالي وزيرستان :دډرون بريد کې د القاعده لوړپوړى مشر وژل شوى

راپورونه وائي دالقاعده لوړپوړى مشر شيخ خالد بن عبدالرحمان الحسنين دزيارت په ورځ د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ترسره شوي دډرون په يو بريد کې وژل شوى دى. دهغه وژنه القاعده ته اوښتې يوه سخته ضربه گڼلى شي.
دخالي په ورځ دخپرو شوؤ راپورونو ترمخه شيخ خالد بن عبدالرحمان الحسنين دزيارت په ورځ دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې سحر مهال خوراک کولو چې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون څخه پرې ميزائيلي بريد ترسره شو.
دالقاعده ددغه لوړپوړي مشر دوژنې اعلان دتندلارو په يو ويب سائټ وشو او وروستو يې امريکائي چارواکو هم پخلى کړى.
راپورونه وائي 46 کلن الحسنين دالقاعده په هاغو گڼ شمير ويډيوگانو کې کې هم ليدل شوى ؤ چې پکې ددغه ډلو جنگيالو ته مذهبي تربيه ورکول کيده.
دراپورونو ترمخه دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن دوژل کيدو وروستو شيخ خالد دالقاعده دټولو څخه دلوړې کچې په مشرانو کې شميرل کيدو.
هغه دابو زيدالکويتي په نوم هم پيژندل کيدو او چارواکي وائي په پاکستان او افغانستان کې دالقاعده په پاتې مشرانو کې هغه وروستى سينئر مشر ؤ.
هغه دالقاعده دمشر ايمن الظواهري ممکنه ځايې ناستى هم گڼل کيدو.
امريکائي ډرون بريد کې دالقاعده دطاقتور مشر ابو يحيي اليبي دوژل کيدو وروستو زيد دهغه ځايې نيولى ؤ.