تمه ده امریکا به نن له اوکراین سره 150 میلین ډالره تازه پوځي مرسته اعلان کړي

ټاکل شوې چې امریکا نن د سه شنبې- نهې په ورځ له اوکراین سره د 150 میلین ډالرو په ارزښت د نویو پوځي مرستو اعلان وکړي، دا مرسته په داسې وخت اعلانیږي چې ماسکو په کریمیا کې د میزایل په برید کې د څلور تنو له وژلو وروسته واشنګټن ته خبرداری ورکړی دی.

د دې اوونۍ د پوځي مرستې دا پېکج به له اوکراین سره په هغو 61 ارب ډالرو فنډ کې شامل شي چې صدر جوبایډن ورباندې په تېره اپرېل میاشت کې لاسلیک کړی وو.

دا پوځي مرستې د امریکې د صدر جوبایډن د هغه واک په بنیاد ورکول کیږي چې په لنډ مهال کې د اوکراین د اړتیاوو پوره کولو لپاره د امریکې د پوځ له ذخیرې څخه وسلې، ګوره بارود او وسایل اخیستلی شي.

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته د معلوماتو ورکولو په وخت وویل، په تازه پوځي مرستو کې د هیمرز راکټ لانچرو ګوله بارود او نور داسې وسایل شامل دي چې ورته ډیره اړتیا ده خو دا یې هم وویل چې کلسټر بمونه په دې تازه مرستو کې نه دي شامل.

دې چارواکي "د عملیاتو د امنیتي سببونو" له کبله په دې هکله هم تفصیل ورنه کړ چې آیا د امریکې په دغو تازه پوځي مرستو کې د لرې واټن ویشتونکي ATACMS میزایل شامل دي که نه.

دا ډول میزایل 300 کیلومیټره واټن ویشتلای شي او د برید توان یې تر هغو توغندیو دوه چنده ډېر دی چې اوس مهال یې د اوکراین پوځ لري.

د امریکې د وسله والو ځواکونو عمومي مشر جنرال سي کیو بروان د روانې جون میاشتې په 12مه وي او اې ته ویلي وو چې امریکا دا ټول توغندي اوکراین ته ورکړي دي.

روس په اوکراین تور لګولی چې له همدغو میزایلو یې په روانې اوونۍ کې د کریمیا په ټاپو باندې په بریدونو کې کار اخیستی چې مرګ ژوبله یې هم درلوده. دا سیمه اوکراین په 2014م کال کې په غیر قانوني توګه له خپلې خاورې سره یو ځای کړله.

روسي چارواکو له دې برید وروسته چې پکې څلور تنه وژل شوي، واشنګټن ته د "نتیجو لرلو" خبرداری ورکړی او په ماسکو کې یې د امریکې سفیره پوښتنو ګروېږنو ته وربللې وه.

روسي چارواکي دعوه کوي چې کریمیا په امریکایي میزایلو وېشتل شوې ده.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف خبریالانو ته وویل، "د امریکې مداخله او مخامخ مداخله چې له کبله یې د روس ولسي خلک ووژل شول، بې سزا نه شي پاتېدای او وخت به وښيي چې دا به کوم ډول سزا وي."

روسي چارواکو تېره ورځ وویل، په دې برید کې 82 تنه نور ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي چې وایي په هغوی کې 27 یې ماشوما ن دي.

روسي چارواکي وايي‌ یو میزایل د سیواستپول ښار د ساحلي سیمې په هغه ځای کې لګېدلی او چاودلی دی چې خلک د تفریح او ارام لپاره را ټول شوي وو. د روس د تاس خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې د 14 ژوبلو کسانو حالت ښه نه دی.