امريکا دنوؤ جنگي جهازونوF-35 الوتنې اودرولي

دامريکا ددفاع محکمې دنوؤ جنگي جهازونو ايف 35 ټولې دازموئينې الوتنې معطل کړي اؤ دغه پريکړه ديو جهاز دانجن په بليډ کې دخرابۍ دانکشاف وروستو شوې ده.
کيليفورنيا کې دايډورډائيرفورس په اډه کې دجهازونو دجاج دعمل په مهال دغه ستونزې رامخې ته شوې ده.
اغيزمن اينجن هاغه کمپنۍ ته بيرته ليږلى شي، کومې چې دا جوړ کړى ؤ، ترڅو ددې جاج واخستل شي.
پينټاگون وائي چې د51 جهازونو دالوت څخه داودرولو دغه پريکړه داحتياطي تدابيرو په توگه شوې ده اؤ په دې مرحله به دا وئيل دوخت څخه وړاندې وي چې په جنگي جهازونو کې مخې ته دراغلې ددغه ستونزې اغيزې به څه وي.