د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګانو سپیکر کېوېن مېکارتي د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې قانون سازان به د صدر جوبایډن په اړه د امپيچمنټ یا د مواخذې تحقیقات شروع کوي چې بایډڼ د خپل زوي هنټربایډن د غیر ملکي کاروباري لېن دېن نه ګټه ترلاسه کړې ده.
مېکارتي چې په کانګرس کې د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړی دی، خبریالانو ته یې وویل د ډېموکرېټک پارټۍ د صدر بایډن په اړه الزامات د "کرپشن یو تصویر" جوړوي.
مېکارتي وویل موندل شوي چې د خپلې کورنۍ د غیر ملکي تجارتي لېن دېن په اړه د خبرتیا په لړ کې صدر بایډن د امریکې ولس ته "دروغ" ویلي دي.
مېکارتي یوې خبري غونډې ته وویل عیني شاهدینو بیانونه ورکړي دي چې صدر په ټېلې فون ګڼ شمېر خبرو کې شامل شوی، ډوډۍ ګانې يې خوړلي دي چې په نتیجه کې يې د زوي او د هغه د زوي کاروباري ملګرو کاروبار ته موټرې او په مېلینونو ډالرې ورغلي دي.
مېکارتي وویل د بېنک دستاوېزات ښيي چې د باېډن د کورنۍ غړو او ملګرو ته د جعلي کمپنو دلارې قریباً ۲۰ مېلین ډالر ورکړی شوي دي.
مېکارتي دا خبره هم وکړه چې په دغو رابطو کې د همغږۍ دپاره بایډن خپل سرکاري دفتر هم استعمال کړی او د خپل حکومت يې امتیازي سلوک ترلاسه کړی دی.
د هاوس ګڼ شمېر کمېټیو د دې دعوو په ملاتړ کې لا ثبوت نه دی موندلی.
د وایټ هاوس ترجمان اي اېن سېمز په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د هاوس د ريپبلېکن پارټۍ غړي د نهو میاشتو راهسې د صدر تحقیقات کوي خو د هغه د غلط کار څه ثبوت نه دی رامخته کړی.
سېمز مېکارتي ته په اشاره وویل چې د سپیکر د خپل پارټۍ غړو هم دغه خبره کړې ده. سېمز زیاته کړه چې مېکارتي ویلي وو چې په مواخذې به ووټونه کوي خو ملاتړ نه لري نو ځکه په شا شوی دی.
د کانګرس په ایوان بالا سېنېټ کې اکثریت لرونکي واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ مشر چک شومر د صدر په اړه تحقیقات بې ځایه بللې دي.
ريپبلېکن پارټي په هاوس کې معمولي اکثریت لري او که چېرې هاوس د امپیچمنټ یا د مواخذې مادي منظورې هم کړي نو دا امکان نه لري چې سېنېټ به يې صدر د نااهله کولو دپاره مقدمې دپاره منظورې کړي.