امریکې د بندیزونو په یوه نوې لړۍ کې د روس مالي او د اوکراین په جګړه کې مالي ملاتړ کوونکې څانګه په نخښه کړې او د ګېزپروم بېنک په ګډون یې د ماسکو پر ډېرو نورو نړیوالو مالياتي ادارو او کسانو بندیزونه لګولي دي.
د امریکې د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې ویلي، په تازه بندیزونو کې د روس تر ټولو لوی بېنک ګېزپروم هم په نخښه شوی چې وایي مخکې ورباندې کوم بندیز نه وو لګېدلی.
په بیان کې ویل شوي چې له دې سره سره تر 50 ډېر نور روسي بېنکونه، تر 40 زیات د روس امنیتي رجسټرکوونکې ادارې او 15 د روس د خزانې چارواکي هم له بندیزونو سره مخ شوي دي.
د خزانې وزارت ویلي، ګېزپروم بېنک د روس لپاره د اوبو د پایپلاین غوندې یوه لاره ده چې د اوکراین خلاف جګړې لپاره پوځي وسایل اخلي او وایي د روس حکومت هم خپلو پوځیانو ته د تنخا ورکولو لپاره له دې بېنکه کار اخلي.
اسټرېلیا، کېنېډا، نیوزیلېنډ او برتانیې تر دې مخکې لا د روس پر ګېزپروم بېنک بندیزونه لګولي دي.
د امریکې د دې تازه بندیزونو معنا دا ده چې له بندیزونو سره د مخ ټولو مالیاتي ادارو، هستیو یا شخصیتونو ټول ملکیت او مالي ګټې به بندې شي.
د امریکې د خزانې وزیر جېنیټ ایل اېلین وایي، دا بندیزونه به "د روس د جګړې مشین نور هم کمزوری او خراب کړي". ښاغلي اېلین د وزارت په بیان کې ویلي:
"دا پراخ اقدام به کریملین ته دا ستونځمنه کړي چې د امریکې له بندیزونو بچ شي او خپل پوځ ته نور فنډ او وسایل ورکړي. موږ به د هر ډول مالياتي سرچینو خلاف غوڅ ګامونه اخلو چې روس یې په اوکراین کې د خپلې بې دلیله او غیرقانوني جګړې د ملاتړ لپاره کاروي".
د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېک سولېوین د سپینې ماڼۍ پر ویبپاڼه په یوه بیان کې ویلي، په روس باندې لګېدلي نوي بندیزونه د هغې ژمنې برخه ده چې صدر جو بایډن په ستمبر میاشت کې کړې وه.
د سولېوین په وینا صدر بایډن په ستمبر کې ویلي وو، "د اوکراین د ملاتړ لپاره به اضافي مرستې او اقدامات ورته چمتو کړي چې د روس د یرغل خلاف مزاحمت کوي."
تمه کېږي چې د بایډن انتظامیه به د هغه له دفتر پرېښوولو مخکې له اوکراین سره پوځي مرستې ګړندۍ کړي او په دې ترڅ کې یې دوې ورځې وړاندې اوکراین ته اجازه ورکړه چې امریکایي وسله په روس کې دننه هم استعمال کړي.
د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ او مخکښ ریپبلکن مشرانو ویلي دي کله چې ټرمپ د جنوري پر 20مه واک تر لاسه کړي دوی به له اوکراین سره د امریکې د مرستې بودیجه کمه کړي.