امریکې فلسطیني تنظیم دپاره د پېسو راټولولو په الزام په "جعلي" امدادې اداره پابندۍ ولګولې

د امریکې د خزانې وزارت وداني

امریکې د نهې، سه شنبې، په ورځ يه یوې امدادي اداره په دې الزام پابندۍ ولګولې چې پاپولر فرنټ فاردي لېبرېشن اف پېلسټاین، پي اېف اېل پي، نومې تنظیم دپاره يې پېسې راټولولې. امریکې پي اېف اېل پي، ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د امریکې د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل د کېنېډې سره په یو ځای يې د فلسطیني قېدیانو سره د یوالي په نوم کارکوونکي صامدون نومې ادارې يې بندیزونه ولګول.

وزارت وویل صامدون "جعلې" امدادي اداره ده چې پي اېف اېل پي دپاره پېسې راټولوي.

پي اېف اېل پي چې په غزه کې د اسرایل خلاف جنګېږي امریکې په کال ۱۹۹۷ او په کال ۲۰۰۱ کې ترهګر او خصوصي نړیوال ترهګر تنظیم وټاکلو.

د امریکې د خزانې وزارت وویل پي اېف اېل پي په یورپ او شمالي امریکا کې پېسې د راټولو دپاره صامدون استعمالوي. جرمني تېر کال د صامدون په فعالیت بندیز ولګولو.

د ترهګرۍ او د مالي چارو د استخباراتي معلوماتو د څانګې د خزانې نایب وزیر برېډلي سمېت په یو بیان کې وویل د صامدون په شان ادارې د هغه کردارونه وي چې مخونه يې د امدادي ادارو په شا پټ کړي وي او دعوه کوي چې د ضرورت مندو خلکو مرسته کوي خو په حقیقت کې امداد دپاره په راټولو پېسې د ترهګرو ډلو مرسته کوي.

صامدون د دریځ معلومولو دپاره د روېټرز خبري ادارې خواست ته په سمدستي ډول جواب و نه وېلو.

د پي اېف اېل پي د رهبرۍ ډلې په یو غړي هم امریکې د نهې، سه شنبې، په ورځ بندیزونه ولګول.

کېنېډ د نهې، سه شنبې، په ورځ صامدون ترهګر تنظيم اعلان کړو او ویې وېل ترهګري او انتهاپسندي په کېنېډا او د کېنېډې نه بهر ځای نه لري.

د امریکې د خزانې وزارت وویل پي اېف اېل پي هم په غزه کې د اسرایل او د حماس په جنګ کې ښکېل تنظیم دی.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی چې په کې د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۲۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې په زرګونو وسله وال هم وژلي دي.