د امریکې د ټیکسس ریاست په هېوسټن ښار کې د مسلمانانو یو تنظیم ایسنا ٥٥ مه کلیزه غونډه پېل شوې ده.
په غونډه کې د نړۍ د گوټ گوټ نه راغلي او په امریکا کې اباد مسلمانان برخه اخلي او په امریکايي ټولنه کې د مسلمانانو د ونډې په اړه خبرې کوي.
د اېسنا په غونډه کې برخه وال نه یوازې په مذهبي موضوعاتو غور کوي بلکې پکې په سیاسي مسلو، د مسلمانو په معاشرتي ژوند او ټولنيزو حالاتو هم خبرې کیږي. د غونډې ترڅنگ یو عارضي بازار گوټې هم لگي چې پکې د اسلامي کتابونو سره سره جامي او د مېرمنو د سینگار داسې سامانونه هم خرڅېږي چې حلال مواد پکې استعمال شوی وي.
د سږ کال غونډې ته د وي او ای ډیوه خبریالانې وږمه جالاوان او بلقیس حبیب ورغلي دي چې د ډیوه مینه والو سره د غونډې حال شریک کړي.
وږمه جالاوان او بلقیس حبیب د هیوسټن نه دا لاندینې تصویران رالېږلې دي