امریکې د ایران د میزایل او ډرون پروګرام پر سهولتکارانو بندیزونه ولګول

امریکې د جولای پر 30 پر هغو پینځو کسانو او اووو کمپنیو بندیزونه ولګول چې وایي د ایران د دفاع وزارت ته یې د بېلسټیک میزایلو او ډرون الوتکو د جوړولو پروګرامونو ته اسانتیاوې برابرولې. ایران تر اوسه دغو بندیزونو ته لا څه جواب نه دی ویلی.

د امریکې د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي، دا بندیزونه په ایران، چین او هانګ کانګ کې میشت هغه کسان او کمپنۍ په نخښه کوي چې د ایران د بېلسټیک میزایلو او ډرون پروګرام لپاره د ایکسلرومیټرو او جایروسکوپونو په ګډون د بېلابېلو برخو په اخیستو کې مرسته کوي.

وزارت په خپل بیان کې ویلي ایران چې د دې مهم میزایل او ډرون پرزې تر لاسه کوي په دې کار سره په منځني ختیځ او روس کې خپلو پراکسي وسلوالو ډلو ته د وسلو د نظام پراخولو ته دوام ورکوي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د امریکې د خزانې وزارت مرستیال وزیر براین اي نېلسن وایي، د بندیزونو دا اقدام یې یو شمېر هغه مهمې مخکښې کمپنۍ او د هغوی باوري ایجنټان افشا کوي چې په وسیله یې ایران د دغو وسایلو د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

ښاغلي نېسلن ویلي امریکا به پر هغو کسانو او کمپینو باندې د بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي چې د "وژونکو وسلو" د جوړولو په برخه کې ایران ته اسانتیاوې پیدا کوي:

"ایران چې د خپلو بېلسټیک میزایلو او ډرون الوتکو پروګرام په بې پروایۍ سره پراخوي دا به په سیمه او نړۍ کې نوره ناارامي او د ملکي وګړو ژوند به له خطر سره مخ کړي".

امریکې دغه تازه بندیزونه له خپل ایګزیکټیو یا اجرایوي حکم نمبر ((13382 سره سم لګولي او دا حکم هغه کسان یا کمپنۍ په نخښه کوي چې په پراخه کچه تباهي جوړوونکې وسلې جوړوي او یا یې په رسولو کې مرسته کوي.

له تازه بندیزونو سره مخ کمپنیو کې د چین په سر ښار بېجینګ کې د "شیني نایټس الیکټرانک ډیویلپمنټ" په نوم مشهوره کمپنۍ او په ایران کې د "الیکټرو اپټیک سیران انډسټریز" په نوم کمپنۍ شاملې دي.

دغه تازه لګول شوي بندیزونه د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو د وزارتونو د هغو اقداماتو د لړۍ برخه ده چې مقصد یې د ایران د بېلسټیک میزایلو او ډرون په پروګرامونو کې ښکېلو خواوو ته سزا ورکول دي.

سید علي سراج هاشمي چې په ایران او چین کې د بېجنګ له (ایس این ټي ډي) کمپنۍ سره کار کوي او یو بل تن سعید حمید جوار هم تر دغو بندیزونو لاندې راغلي دي. وایي دوی د ایکسلرومیټرو او جایروسکوپونو غوندې پرزو د اخیستلو لپاره د دې کمپنۍ له فعالیتونو سره مرسته کړې ده.

محمد عبدالله د سیران الیکټرو اپټیک کمپنۍ تجارتي منیجر او د پېرودنې د چارو مشر یو بل مشهور کس دی چې وایي د تامس هو مینګ تونګ په نوم یو تن سره یې په هانګ کانګ کې د آپټیکل یا نظري پرزو د اخیستلو لپاره له دې کمپنۍ سره له نیزدې کار کړی دی.

پر اوکراین د روس له یرغل وروسته له ماسکو سره د ایران د پوځي همکاریو زیاتېدو، خصوصاً د ډرون الوتکو همکارۍ او په سیمه کې د حماس، حزب الله او حوثي یاغیانو په ګډون وسلوالو ډلو ته د وسلو برابرولو امریکا او د هغې متحدین مجبور کړي چې د ایران د وسلو له پروګرام سره پر تړلو کسانو او کمپنیو بیا بیا بندیزونه ولګوي.