د امریکې د خارجه وزير په توگه د جان کيري منظوري

Shi'ite volunteers who joined the Iraqi army to fight against the Islamic State of Iraq and the Levant, gesture with their weapons in Baghdad, June 18, 2014.

دامريکې سينيټ د هیواد د نوي خارجه وزير په توگه په لوې اکثریت دسينيټر جان کيري د نامزدگۍ تصدیق کړى دی.
سينيټ د نهې په ورځ د ٩۴ په مقابله کې د دریو ووټونو په اکثریت دميساچوسټس ریاست نه د ډيموکریټک سينيټر جان کيري د خارجه وزیر یا سټیټ سیکریټري په توگه منظور کړو.
جان کیري د سنیټ د خارجه چارو د کمیټۍ مشر هم پاتې شوی دی.
تيره مياشت دامريکا صدر براک اوباما دهيلري کلنټن پځايې دامريکا دنوي خارجه وزير په توگه دسينيټر جان کيري دنومولو اعلان کړى ؤ.
جان کيري دتيرو 28ؤ کلونو راهسې دامريکائي سينيټ او سينيټ دخارجه چارو دکميټۍ غړى دى او دتيرو څلورو کلونو راهسې هغه ددغه کميټۍ دمشر په حيثيت هم ذمه وارۍ ترسره کوي.
تيره هفته د کمیټۍ دغړو په وړاندې خپل حلفي بيان کې سينيټر کيري پاکستان سره دامريکا داړيکو دښه کولو دخواهش څرگندونه کړې وه.
هغه وئيلي وؤ که چرې امريکا دنړۍ په مشرۍ قائم اوسيدل غواړي نو ورته به خپلې کورنۍ معاشي معاملې سمول وي.
جان کيري وئيلي وؤ په داسې وخت چې نړۍ دوسيلو او نړيوالو منډيو دتصرف هلې ځلې کوي، که چرې امريکا په دې اړه خپل قائدانه کردار ادا نۀ کړو نو پرله پسې به کمزورې کيږي.