د امریکې د کانګرس د استازو اېوان د اوو رایو په مقابل کې د 368 ووټونو په لوی اکثریت سره یو قرارداد منظور کړی چې پکې په پاکستان کې د جمهوریت ملاتړ شوی او په تېرو انتخاباتو کې د "درغلیو" د پلټنو غوښتنه شوې ده. پاکستان د قرارداد معلومات نیمګړي بللي دي.
د اېوان غړو د ایچ آر-901 په نوم قرارداد ملاتړ کړی چې "په پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ څرګندول" سرلیک ورکړل شوی دی او پکې دعوه شوې چې ددې قرارداد منظورول په نړیواله کچه جمهوري ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره د امریکې ژمنې ښکاره کوي.
د سه شنبې- نهې په ورځ ددغه قرارداد د منظورۍ په غونډه کې د اېوان 85 فیصده غړو ګډون کړی او په هغوی کې 98 فیصده کسانو د قرارداد په حق کې رایې ورکړې دي.
په دې قرارداد کې د امریکا له صدر جو بایډن څخه غوښتنه شوې ده چې د جمهوریت، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په ساتلو کې له پاکستان سره همکاري وکړي.
په قرارداد کې د ازادو او منصفانه انتخاباتو پر اهمیت ټینګار شوی او د پاکستان د 2024م کال په انتخاباتو کې یې د هر ډول لاسوهنې یا ممکنه درغلیو د دعوو په اړه د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
قرارداد په پاکستان کې د جمهوریت په عمل کې د ګډون د ځپلو هڅې غندلې دي. په دغو هڅو کې د خلکو ځورول، ډارول، تشدد، خپلسره نیول کېدل، انټرنیټ ته محدوده رسایي او د بشري، مدني یا سیاسي حقونو هر ډول سرغړونه غندل شوې ده.
د امریکې کانګرس ته دا قرارداد په اېوان کې د ریپبلکن ګوند د جورجیا ایالت غړي ریچ مک کارمک وړاندې کړی او د ډیموکرېټ غړي ډینیل کیلډي یې ملګرتیا کړې ده.
ډان ورځپاڼه لیکي چې اصل قرارداد په 30م نومبر 2023 ایوان ته وړاندې شوی وو، خو وایي د روان کال د جون پر 18مه یې په متن کې بدلون راوستل شوی وو.
په پاکستان کې د روان کال د فرورۍ پر اتمه په عامو انتخاباتو کې د پراخو درغليو تورونه لګول شوي وو، ځکه چې د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې موبايل ټيليفونونه بند کړل شوي وو او انټرنېټ ته هم رسایي نه کېده.
د پاکستان تحریک انصاف او جمعیت علما اسلام (ف) په ګډون د ملک یو شمېر لویو او وړو سیاسي ګوندونو د انتخاباتو پر بهیر پوښتنې راپورته کړې وې او نتایج یې له درغلۍ ډک بللي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلیو د دعوو په اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې وه.
د پاکستان غبرګون
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي دي، پاکستان له هغه قرارداده خبر دی چې د امريکا د استازو اېوان د جون پر 25مه منظور کړی دی. زهرا بلوچ په یو بیان کې ویلي:
"موږ داسې ګڼو چې د ياد قرارداد د منظورېدو وخت او تناظر د دواړو هېوادونو له مثبتو اړيکو سره برابر نه دی، دا قرارداد د پاكستان د سياسي صورتحال او د انتخابي نظام په اړه د نيمګړې پوهې څرګندونه کوي".
ممتاز زهرا بلوچ وویل، پاكستان د نړۍ دويم لوی پارلماني جمهوریت او په مجموعي توګه پینځم لوی جمهوریت دی او د خپلو ملي ګټو په خاطر د ملک آیین، بشري حقونو او د قانون واکمنۍ ته په بشپړه توګه ژمن دی:
"پاکستان په تعمیري خبرو او د دوه اړخیز احترام او مفاهمت په بنیاد اړیکو ته په وده ورکولو باور لري، خو دا ډول قراردادونه نه تعمیري دي او نه مقصدي".
زهرا بلوچ وایي پاکستان هیله لري د امريكې كانګرس به د دواړو هېوادونو د اړيكو په پياوړي كولو كې خپل کردار تر سره کړي او د دوه اړخيزو مرستو او د خلكو د ګډو ګټو لپاره به کار وکړي.
په قرارداد کې نور څه دي؟
د امریکې د استازو اېوان په قرارداد کې دا هم ویل شوي دي چې کانګرس په پاکستان کې د جمهوریت، شفافو او داسې منصفانه انتخاباتو ملاتړ کوي چې د خلکو د ارمانونو استازیتوب کوي.
په قرارداد کې د امریکا له صدر او د بهرنیو چارو له وزیره غوښتل شوي چې په پاکستان کې د جمهوریت، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ د عملي کېدو لپاره له پاکستان سره کار وکړي.
په قرارداد کې پر دې خبره هم ټینګار شوی دی چې په پاکستان کې دې د مطبوعاتو او بيان ازادۍ او د پرامنه غونډو بنیادي ضمانتونو ته درناوی وشي.
په قرارداد کې ویل شوي چې پاکستان د امریکې یو مهم ملګری دی، چې د بشري حقونو نړیوال تړونونه یې هم لاسلیک کړي دي.
د قرارداد له مخې په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو شکايتونه د معمول خبره ده او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په بېلابېلو وختونو کې په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.