امریکې پاکستان کې په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو په پرېکړه اندېښنه ښودلې

Matthew Miller

امریکې د پاکستان د حکومت له لوري په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو په پرېکړه اندېښنه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې د بندېز لګولو دا پرېکړه د یو پېچلي سیاسي عمل پیل ښکاریږي.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې له لوري د خپور شوي بیان له مخې، امریکې په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړې ته خپل غبرګون کې ویلي چې دې لړ کې یې حکومتي بیانونه لیدلي اؤ داسي ښکاري چې دا د یو پېچلي سیاسي عمل اغاز یا پیل دی.

د ګل یا دوشنبې په ورځ رسنیو ته د احوال ورکولو په مهال د بهرنیو چارو د محکمې ویاند متیو ملر ویلي، یقیناً چې په کوم ګوند بندیز د اندېښنې خبره ده.

د یوې پوښتنې ځواب کې میتیو ملر ویلي، مونږ د انساني حقونو اؤ د رایې څرګندولو د ازادۍ په ګډون په پرامنه توګه د جمهوري اصولو د پځای ساتلو ملاتړ کوؤ.

د هغه وینا وه، مونږ د قانون د واکمنۍ اؤ د قانون لاندې د یو رقم انصاف اؤ جمهوري عمل ملاتړي یو.

د خارجه محکمې ویاند ویلي ، انتظامیه به د عدالتي فیصلو څارنه کوي .

تېره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي وؤ حکومت په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو اؤ ددغه ګوند د باني عمران خان، د پخواني صدر ډاکټر عارف علوي اؤ د پخواني اسپیکر قاسم سوري په ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو پرېکړه کړې ده.

اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې هغه ویلي وؤ چې حکومت به د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سپریم کورټ د فیصلې خلاف د نظر ثانۍ اپیل دایروي.

حکومت په تحریک انصاف ګوند د بندیز دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې په 12مه جولايۍ د پاکستان سپريم کورټ د قامي او صوبايي اسمبليانو د مخصوصو څوکيو په اړه د پېښور هايکورټ او الېکشن کمېشن فېصلې کالعدم کړې او فېصله یې اورولې وه چې پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مخصوصه څوکيو حقداره ګوند دی.

تحریک انصاف ګوند د حکومت دا پرېکړه غندلې اؤ د حکومت له لوري په پي ټي آي د بندیز اعلان یې په سپریم کورټ حمله بللې ده.

د تحریک انصاف ګوند چیرمین ګوهر خان ، عمومي سکتر عمر ایوب اؤ مرکزي مشر شبلي فراز د ګل په ورځ اسلام اباد کې یو پریس کانفرنس ته ویلي، ګوند یې د درې کروړه ولس نمایندګي کوي اؤ حکومت چې په دې ګوند د بندیز کوم اعلان کړی نو دا په عدلیې د حملې کوشش دی.

هغوي ویلي ګوند یې د عدلیې سره ولاړ دی اؤ د حکومت غیر جمهوري ګامونو غندنه کوي.