د ولسمشر ټرمپ کمپېن ټېم په دریو ایالتونو کې د رایو شمېرلو درولو لپاره عدالت ته ورغلي

جوبایډن او صدر ټرمپ

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ټاکنو کمپېن په درېوو مهمو ایالتونو پېنسلوېنیا مېشيګن، او جورجیا کې رای شمېرنه چېلنج کړې او د دغې پروسې د د ودرولو لپاره عدالت ته ورغلي.

د ولسمشر ټرمپ کمپېن دعوه کوي چې د رای پاڼو خلاصولو په لړ کې د رسايي او شفافیت کمی دی.

د ولسمشر ټرمپ کمپاین د نومبر پر څلورمه په بیان کې وویل: "د مېشيګن دعوې عدالت ته یې مقدمه وړې چې د رایو شمېرنې بهیر دې دوی ته له قانون سره سمه تر رسایۍ ورکولو پورې ودروي."

کمپاین په پېنسلوېنیا کې انتخاباتي چارواکي په دې تورن کړي چې د دوی څارونکي یې د رایو شمېرلو ځایونو ته اته میټره نږدې ورتللو ته نه پرېښودل.

د ټرمپ کمپېن د چهارشنبې په ورځ د ډاک یا مېل له لارې د رایو راغونډولو او اداره کولو په اړه دعوی وکړه او په ویسکانسن ایالت کې د بیا شمېرنې غوښتنه وکړه.

د دې کار سره به د ټرمپ ټېم هڅه کوي د ډاک له لارې په میلیونونو وټونو او ابسنټي یا غیر حاضر رایو شمېرنې مخه ونیسي.

دغه کېسونه د دې باوجود درج شوي چې په دغو یالتونو کې د انتخاباتي چارواکو د کوم ناسم عمل او یا د درغلیو شواهد نه دي ورکړل شوي.

د ټرمپ انتخاباتي کمپاین په داسې حال کې نوموړی په پېنسلوېنیا ریاست کې کامیاب اعلان کړې چې هلته د ووټونو نتیجې نه دي راغلي او نه یې هم انتخاباتي چارواکو یا میډیا څه اعلان کړی.

د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د انتخاباتو تر یوه ورځ وروسته بریا ته نږدې شوی خو په عین حال کې د هغه سيال ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوه مهمو رياستونو نتیجې په قانوني توګه چیلنج کړي چې د بايډن په حق کې تللي دي.

پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن او د ډیموکرېټ ګوند نوماند، په مېشیګن او وېسکونسن کې ګټونکی اعلان شو خو لاهم دغه سیالۍ په جورجیا او پنسلوینیا کې باید اعلان شي.