رپورټ: په افغانستان کې طالبانو ته د روس د انعامونو په سر ماسکو ته د واشنګټن خبرداری

مایک پامپېیو او د سرګی لاورو

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په افغانستان کې د امریکايي عسکرو وژلو په سر طالبانو ته د انعامونو ورکوولو د روس مبینه پروګرام په سر ماسکو ته خبرداری ورکړی دی.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې وویل مایک پامپېیو دغه خبرداری د روس خارجه وزیر سرګی لاورو سره د جولايي په ۱۳ نېټه په ټېلې فون خبرو کې وکړو.

نیویارک ټایمز وویل دا لومړی ځل دې چې کوم لوړ رتبه امریکايي چارواکي په افغانستان کې د روس د مبینه انعامونو پروګرام په سر ماسکو ته احتجاج وکړو.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ او یا خپله مایک پامپېیو د نیویارک ټایمز په رپورټ په سمدستي ډول څه دریځ مخې ته نه دی راغی.

د دې نه وړاندې مایک پامپېیو دا نه وېل چې ایا روسي مامورینو سره یې په افغانستان کې د انعامونو پروګرام په اړه په خصوصي توګه خبرې کړي او که نا؟ خو تېره میاشت یې د امریکې سېنټ د خارجه چارو کمېټۍ ته وویل چې کله یې هم د سرګی لاورو سره خبرې شوي هغه ټول معاملات یې پکې راپورته کړي چې امریکایان د خطر سره مخامخ کوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دا رپورټه د روس ګنګوسه بللي چې روس په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په سر طالبانو ته د انعامونو ورکول سره د دې د امریکې استخباراتي ادارو به دې اړه تشویش څرګند کړی دی.

صدر ټرمپ تېره میاشت په فلوریډا ریاست کې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې روسي پروګرام په اړه معلومات هغه ته ځکه نه وو وړاندې کړی شوي چې مامورینو دا ريښتیا نه ګڼل. هغه وویل که چېرې هغه خبر کړی شوی وی نو څه ګام به اخیستی و.

د اېچ بي او چېنل سره مرکه کې صدر ټرمپ وویل د روس صدر ولادېمیر پوټن سره په ټېلې فون ورستۍ خبرو کې یې په افغانستان د کې د روسي پروګرام په موضوع نه دی چېړلې.

صدر ټرمپ وویل د صدر پوټن سره یې دغه خبرې د نورو موضوعاتو په باره کې وې. هغه زیاته کړه چې ډیر خلک په افغانستان کې د روس د انعامومو پروګرام په اړه رپورټونه جعلي خبرونه ګڼي.

د وایټ هاوس چارواکو ویلي صدر ټرمپ ته د مبینه روسي پروګرام په اړه معلومات ځکه هم نه وو ورکړی شوي چې دا حتمي نه ګڼل کېدل. خو نیویارک ټایمز او نورو خبري ادارو په خپلو رپورټونو کې ویلي دا معلومات د فېبرورۍ په میاشت په هغه لیکل شوي خلاصه کې وو چې صدر ته د ورستي حالاتو په باره کې هره ورځ ورکول کیږي.

صدر ټرمپ ویلي هغه په شخصي توګه د دې مسلې نه و خبر کړی شوی.

روس او طالبانو د انعامونو په اړه رپورټونه رد کړي دي.